صاحب شاه صابر
په فطرت کې مې مستي ده اضطراب دی
چې مې خوږ په مېخانه زړه په ګلاب دی
د ځوانۍ او د سپرلي خطا د خېر ده
په دې ورځو کې د شونډو څکل ثواب دی
په ګردش په حرکت کې هسې نه یم
د موسم په طبیعت کې انقلاب دی
د ګناه د نعمتونو خبر نه شو
په واعظ او محتسب د خدای عذاب دی
د زړه سترګې مې د وخت د غمه خوږ دي
ګنې څه د چا پړونی څه عقاب دی
د وعدې ملوکې لاس رانه چاپېر که
ګنې بیا مې د چا غېږ ته زړه خراب دی
انحصار یې د ساقي په سخاوت دی
لېونی صابر په بس، نه په حساب دی