صاحب شاه صابر
لکه د لمر د ړومبۍ څیرې په ړومبۍ پلوشه
چې غوټۍ وتخنیږي، وموسیږي، وغوړیږي
یا د سپرلي د مازدیګر په یو نري اشاره
مستې وریځې زلفې وشوروي وورېږي
یا د خزان د اخري سحر د تګ په ښکالو
ګلستان ساه واخلي د حسن سترګې وغړیږي
یا د شفق د مئین زړه د اسویلو د تاوه
سپوږمۍ د شوخه په تیاره ماښام کې وځلیږي
یا څوک فنکار چې د رباب په پرده ګوتې کیږدي
نغمه په سر کې شي د سوزه خپل حالونه وايي
یا د شاعر د شوګیر سترګو د بڼو په رپا
ښکلا د شپې په خاموشۍ کې چورلکونه وایي
یا د سحر وخت کې د یار د مستو زلغو په بوی
د چا مئین په خوب ورغلی زړه ټوپونه وايي
داسې چې زه چرته اشنا ته یو نظر وګورم
په مړو مړو سترګو کې د حسن شوخي واوړي راوړي
په سترګو پوی شي په زړه پوی شي خوله هم و نه وايي
خو د حیا نه یې په مخکې سرخي واوړي راوړي