صاحب شاه صابر
ستا د جبین د تماشو نه لوګی
ژوند مې د حسن د ورشو نه لوګی
سپرلی دې ستا د پېغلتوبه زار شي
ګلونه ستا د اننګو نه لوګی
په زړه ګلونه هم ازغي وروي
ستا د نئر د پسرلو نه لوګی
ستا د قامت سیوری په سر غواړمه
ستا د رخسار د سرو غرمو نه لوګی
چې د احساس په صحرا شپې روڼوي
د محبت د لېونو نه لوګی
مونږ د وفا سترګو ته ژوند خاورې کړو
مونږه ځوانۍ کړې د پښتو نه لوګی
ستا د احساس د رڼا تار صابره
د چا د حسن د لمبو نه لوګی