...

صاحب شاه صابر

هغه زما د زړه دنیا کې اوسي

څه لېونۍ ده په صحرا کې اوسي

د وېن ټول ښکلي په ښار دېره دي

مئینان هسې په بیدیا کې اوسي

ستا د نئر لمر به د چا په کور وي

څوک بختور به په رڼا کې اوسي

زړه مې د درد بله ډېوه ګرځوي

خیال مې د زلفو په سودا کې اوسي

ستا د ښایست د ګل سندرې وايي

د زړه بلبل مې په هوا کې اوسي

د بڼو سوری یې په ستورو رپي

یاد یې زما د زړه درزا کې اوسي

صابر که هر ځای کې وي هېر دې نشي

ستا په تکل ستا په سودا کې اوسي