صاحب شاه صابر
زه د خزانه بلد زه د پسرلو خبر یم
زه د ګلونو سترګې زه د ګلستان نظر یم
زما په تمه د حالاتو د احساس محبوبه
زه د منزل انتظار، زه د قابلو سفر یم
زما نصیب د غم صحرا او د دردونو رمې
زه د شپونکي نئر لوی شوی د احساس په غر یم
ته د نفرت ته د غرور ته د وحشت ملګری
زه د جانان د بڼو شوخ زه د انصاف لښکر یم
زه د حالاتو د تیارو د سر غرور ماتوم
زه په سپوږمۍ مئین یم زه د کهکشان رهبر یم
ستا د قامت سیوری مې ټول عمر په زړه ولاړ وي
که د حسرت په غرمو پروت که د ارمان په لمر یم