صاحب شاه صابر
د درد په دار مې د کاکل خبرې هېرې نه دي
ما نه په غم کې د غزل خبرې هېرې نه دي
خور شوی ذهن مې راغونډ نشو په هیڅ خبره
چې مې د هغه خور اوربل خبرې هېرې نه دي
په هر تکل بېخوده هره اندېښنه مې خوب ښي
زما د سر ستا د څنګل خبرې هېرې نه دي
څه که زما ویران نظر یې حیراني زیاته کړه
د هغو سترګو د توکل خبرې هېرې نه دي
بیا مې په بل قسم په بله وعده مه تېر باسه
ما نه وړومبۍ وعده اول خبرې هېرې نه دي
خلقو د زمکې څه د ستورو اقتدار واخیستو
پښتنو ستاسو د ازل خبرې هېرې نه دي
یارانو هغسې صابر یم د اخلاص او وفا
لا خو مې ستاسو د محفل خبرې هېرې نه دي