صاحب شاه صابر
څه مې د خوړ زړه درزا څه مې د زخمونو څړیکې
د بې وسۍ په در کې ژاړم د دردونو څړیکې
چې پریکولې یې د ګلو د غنچو نه ژبې
اوس خو به اوري د وږمو د پرهرونو څړیکې
چرې به تندر خو د ظلم په ماڼو پرېوځي
د چا زړه چاودي اسویلي د چا د زړونو څړیکې
په ژوند د حسن د سپرلي د راتلو زېری کوي
د ماښامونو زړه چاودون د سحرونو څړیکې
د محلونو په مړه خندا کې پټه نه شوه
د وږو تږو د تنکو تنکو ویرونو څړیکې
لرې به نه وي چې اوده زړونه را ولړزوي
په دې دردونو کې راغونډې د عمرونو څړیکې
د نیمې شپې د خاموشۍ د سر غرور ماتوي
د انتظار د شوګیرو ځپلو زړونو څړیکې