...

سلیمان لایق

راته ښکاري دریادیږي

بیا جونګړه، لیونی شوې

وطن وړ د عبادت شو

ته یې پښو ته سپېلنی شوې

 

لا دې سترګې ښایسته دي

چې په خیال کې وطن ګورې

د خیالونو په زانګو کې

هغه ښکلی چمن ګورې

 

دا ته څومره زړور یې

یادوې ستړي خوبونه

د مغرب په جنتو کې

دریادیږي لغړ غرونه

 

دا ته څومره زړور یې

چې په سویو پسې ژاړې

د بې غمو په دنیا کې

د غمونو کیږدۍ غواړۍ

 

دا ته څومره زړور يې

چې د وینو توپان څارې

د اورونو په دریاب کې

بېرته باسې سرې لارې

 

ما وې وار یې د مزو دی

نڅوي به سپينې جونه

تخنوي به وحشي بتط

تشوي به ګیلاسونه

 

ما وې وار یې د جنت دی

پرېږده پرېږده چې لیږ موړ شي

ما وې ډک دی له انګاره

پرېږده پرېږده چې لیږ سوړ شي

 

ما وې نګېري به چې ستر دی

نه ځاییږي په وطن کې

ما وې نګېري به چې ښه دی

تر کابله واشنګټن کې

 

ما وې موږ سپېره وطن یو

دی اباده نړۍ غواړي

دی د وینو په سېبلاب کې

د سرو زرو بېړۍ غواړي

 

ځکه لاړ زموږ له سیمې

د هوس ویرجینیا ته

دی په خپل هوس اخته شو

موږ یې پرېښوو ملا ته

 

موږه اوښکې وینې یوځای

نذرانه د خپل وطن کړې

موږ د جنګ خونړي دیو ته

وریتې غوښې د خپل تن کړې

 

د سرو وینو باران راغی

رانه لارې ورکې نه شوې

حجرې ډوبې شوې په وینو

خو هیڅکله سپکې نه شوې

 

په تیارو کې مو رڼا کړل

د پېړیو څراغونه

په افغان مو باوري کړل

هم شرقونه هم غربونه

 

زموږ جونګړه که هم سوځي

لا زمان په کې بهیږي

د ایرو په توده غېږ کې

نوي نوي ګلان زیږي

 

هر یو څاڅکی ګلستان دی

د شهید په سره ګوګل کې

هر سنګر خوني سنګر دی

په کابل کې په زابل کې

 

لمر هغه دی تا لیدلی

موږ یې سوځو په لمبو کې

وطن سر تر پایه سوی

موږ یې ناست یو په ایرو کې

 

د ټوپکو نلۍ کاندي

په هر ناو کې غځونې

د شپېلیو په بدل کې

د راکټ سندرې پلنې

 

په عوض کې د ژوندورکو

میندو نور زمن روزلي

وطن غېږه د ورورۍ شوه

مرور یې رابللي

 

ما وې زه به تا ته لېږم

د تاوده زړه اوازونه

ما وې زه به تا ته ښیم

دا د ننګ ختلي غرونه

 

ما وې یوځای به خوځیږو

په پېچلو واټنو کې

ما وې یوه لاره به باسو

په دې تتو ترږمو کې

 

ما وې ګډ به عشق ته وایو

موږ ته راکاندې وزرې

په یوه دمه به وردانګو

هم په لوړې هم ژورې

 

ما وې یو شعر به بولو

ویښولو د بېدیا ته

ما وې یو دریاب به بیایو

اوبولو د صحرا ته

 

ما وې یوځای به یې ګالو

د تاریخ پاتې غمونه

ما وې یوځای به رابولو

دا پاشلي ولسونه

 

زموږ بېړۍ ټوټه ټوټه شوه

د توپان په ټکرو کې

موږه ورک شوو یو له بله

د بادونو په څپو کې

 

اسمان غږ کړ خیر نشته

په دوه ګونو جلا لارو

موږ پې وخندل په سپکه

سره ورک کړو نفسي چارو

 

راشه مخه کړو ساحل ته

لا دریاب موږ ته غږیږي

لا څپې بولي سندرې

لا بادونه پې غوریږي

 

لا اسمان د ښکلا کور دی

د لمر وړانګې پې خوریږي

لا د خاورې له تاوده زړه

سره ګلونه راخوټیږي

 

لا د ځمکې غېږ پرانستې

قبلولو د مردۍ ته

لا تاریخ تړلی نه دی

د مردانو قربانۍ ته

 

لا څپرۍ ورېځې ګرزي

پاس په څوکو د خیبر کې

لا زموږه خنجر برېښي

د پېړیو په ګوزر کې

 

لا په دښتو کې خواره دي

صحرايي عطر د ترخو

لمرختو کې لا ځلیږي

په ځوځانو تاج د پرخو

 

لا د غرونو شپه هغه ده

هیبتناکه دهشتناکه

لا د سین سندرې باسي

عاشق زړه له خپله واکه

 

لا په پراخو دښتو ځغلي

د برېښنا د اور لړونه

لا په کاڼو کې زړه چوي

پاس د تالندې غږونه

 

لا د شوق بادونه خوځي

د بابا د غرو په تړو

لا د غرو اوچتې څوکې

ډوبې ډوبې دي په لړو

 

لا راخیژي لمر په تالو

لا غوړیږي سره ګلونه

باد وهلې اوبه سپړي

د سپوژمۍ سپين تناوونه

 

لا چوپیا خوره په دښتو

لا خالي وحشي رغونه

لا ایلبند هغه ایلبند دی

سپینې واورې زېړ ګلونه

 

لا جونګړې د زدراڼو

تر شنو ونو لاندې پټې

ببر بوټي، سپين سندریږي

شنه نښتر، خړې خرپټې

 

لا عاشق زموږه زړونه

په دې ړنګو ړنګو کلیو

لا ژړاندې زموږ سترګې

د وطن په سربایللیو

 

لا هغه ازادي نشته

چې موږ وې ګوندې به راشي

لا هغه محتسب ګواښي

چې موږ وې ګوندې رسوا شي

 

لا هغه ملا غوسه دی

چې وطن یې سوځولی

لا هغه واکدار د دین دی

چې جومات یې نړولی

 

د پنجاب یزید هغسې

په مورچه باندې راخوځي

لا د جنګ په تناره کې

د افغان هډوکي سوځي

 

ما خپل یښي پرهارونه

د عاشق زړګي دپاسه

خپل غمونه پکې چښمه

که یې ګورې یو وار راسه

 

راسه راسه چې دریاد کړم

غم وهلي کړاوونه

راسه راسه چې دروچښم

دا د زهرو ګیلاسونه

 

راسه راسه چې ورګډ سو

د سرو وینو په ګرداب کې

راسه راسه ماڼوګان سو

د اورونو په دریاب کې

 

راسه راسه دمه ورکړو

دې لار ورکي خپل افغان ته

راسه نوې وینه ورکو

دې ننګي افغانستان ته

 

راسه دغه جهان وران کو

چې د غم په ورځ اباد دی

راسه دا تقدیر بدل کو

چې زموږ په برخه باد دی

باري جهاني زموږ د پېړۍ پښتو ژبی ستر او وتلی معاصر شاعر په ۱۳۶۰ هـ ش کال له افغانستان څخه پاکستان ته او له هغه ځایه د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر شو.

ده د افغاني رشتې او مسلکي رابطې له مخې ما ته د ورکه مېنه» تر سرلیک لاندې یو شعر راواستاوه او په هغه کې یې د وطن جونګړې او په جونګړو کې خپلې خاطرې یادې کړې وې، ما هماغه وخت (د ۱۳۶۹ په اوړي کې) د جهاني صاحب را استول شوی شعر او خپل (د جونګړې ځواب) د کابل د سباوون مجلې د سنبلې د میاشتې په ګڼه کې خپاره کړل او د ادبي خاطرې په ډول مې د غلامانو په سرود کې د ادب د مینانو لپاره بیا چاپ ته وسپارل.