...

سلیمان لایق

غني ښکلی لیک دې راغی

شابسونه، شابسونه

ترې نه توی شوې مرغلرې

بارانونه، بارانونه

زما لېمو د تا له اوښکو

را اوچت کړه سېلاوونه

له بنیاد سره یې یووړه

زما د صبر ښکلې خونه

په ځواب کې یې درلېږم

غرونه غرونه سلامونه

د خوږمن زړګي له تل نه

خپل د مينې پیغامونه

 

اوس د تا په سویو ساندو

هر هر څه راسره ژاړي

هم لېمه راسره ژاړي

هم مې زړه راسره ژاړي

هم په دې کافر وطن کې

تور او سره راسره ژاړي

هم زاړه راسره ژاړي

هم واړه راسره ژاړي

انسان پرېږده چې انسان دی

اوس مارغه راسره ژاړي

آن اسمان راسره ژاړی

ان اوره راسره ژاړي

خو دا څرنګه هوس دی

چې ته تللی دوران غواړې

د غني تړلي وره ته

په سجده یې ورته ژاړې

راځه نوی بخت راویښ کړو

ګټه نه لري رمباړې

ټول تاریخ په دې ژړاوو

راتوکي راباندې ناړې

ګوزار ښه وي د سرو تورو

نه وارونه د څوباړې

مستي ښه وي د شرابو

نه په بنګو کې خرتاړې

موږ چرسي ملنګان نه یو

په سر نه تړو ریتاړې

راځه هغه مستي سر کړو

چې شراب ورباندې ویاړې

 

غني کار په ژړا نشي

د ژړا خریدار نشته

لېونی فلسفي مړ شو

نور د مینې بازار نشته

ستا د تړمو مرغلرو

بل ریښتونی بیپار نشته

په خندا خندا یې ګوټه

په ژوندون اعتبار نشته

توره وباسه له تېکې

د خلاصون بله لار نشته

اسمان ونیسه له ګروې

نن دې وار دی بیا وار نشته

په نرخونو د پښتون کې

د ژړا اعتبار نشته

 

راځه ځان به قلندر کړو

غني خان قلندري کړه

راځه لوڅ شعر به وایو

هغه لوڅه شاعري کړه

محتسب ته به ورتو کړو

که په موږ یې کافري کړه

سره ترخه شراب به ورکړو

که چا موږ سره یاري کړه

دا خپل سر به ورته دو کړو

که یې پاکه جواري کړه

ټوله ږیره به ترې باسو

که یې بله مرداري کړه

 

په مړو خلکو کې راجګ شو

د ژوندي زړګي امام

په سندرو یې راویښ کړل

خوبولي خاص و عام

د پاڅون بیرغ یې جګ کړ

د پښتون وطن په نام

پښتونخوا یې باوري کړه

د زلمیانو په قیام

دښمن کېښوده هغه ته

په هر پوله نوی دام

غني وخندل قسمت ته

زهر یې وګوټل تمام

د دې عصر سقراط شو

د اصولو په اکرام

اوس زموږ ملي رهبر دی

هم د شعر هم د جام

 

غني مړ نه دی ژوندی دی

په شعرونو کې غږیږي

د خیام سکنی ورور دی

په جامونو کې غږیږي

مست ازاد او لېونی دی

په بزمونو کې غږیږي

له منصور سره په سره مخ

په دارونو کې غږیږي

یو ناپایه سمندر دی

په موجونو کې غږیږي

خدایه دا دې څه پیدا کړ

چې په زړونو کې غږیږي

زموږ په وینو کې غږیږي

په رګونو کې غږیږي

 

راځه ور یې شو مزار ته

پې کتار کړو څراغونه

پې ورتوی کړو د لمر وړانګې

پې خوراه کړو سره ګلونه

هلته مات کړو څو منګیه

پې اوبه کړو ځیګرونه

هومره وچښو چې روان شي

زموږ له سترګو دریابونه

چې په رګ رګ کې مو ویښ کړي

د پېړیو مړه اورونه

او راپاڅوي په موږ کې

ویده شوي غیرتونه

 

غني دا د چا اواز دی

چې په تالنده کې خور دی

چې غوریږي په څپو کې

د توپان په اوږو سپور دی

چې له لمره تر ذراتو

ټول میدان د ده د شور دی

او زموږ داغلي زړونه

ټول حریم د ده د کور دی

چې ویده جهان یې ویښ کړ

دا د چا د چیغو زور دی

دا په پټه چې موږ سوځي

دا د چا د رغلي اور دی

 

دا له کومه لوري راغی

د تاریخي د ابتلا اور

چا راوړی پښتونخوا ته

د یزید د کربلا اور

ولې ووت له دېرې نه

غني ولیده د چا اور

دا د چا له سپرغۍ ولوېد

زموږ زوړونو ته رسوا اور

دا د نیل په اوبو بل دی

که په طور کې د موسا اور

یا اورغالی د زردشت دی

یا غني کې د زهرا اور

که په سترګو د شاعر کې

د ښایست د کبریا اور

که پګړۍ د خیام وسوه

په مستۍ کې د بابا اور

یا نمرود په کېږدۍ بل که

ابراهیم ته د سزا اور

لمر توی شوی په ځنګله کې

که مجنون کې د لیلا اور

دا زموږ په سره غروب کې

لګېدلی دی د چا اور

 

د زهرا پستې غزلې

بیا خوریږي په باګرام کې

د غني له معجزې نه

سرې سکروټې شوې په جام کې

ټول ګلونه یې راویښ کړل

د اغزو په انتقام کې

د وږمو په پسته ژپه

سا پوکي په مړه غلام کې

د الهام رنګینې وړانګې

په ما اوري په ماښام کې

زه اوس څوک راسره واخلم

د سبا د لمر په لام کې

چې د عېرو باران خور کړي

د ګلپوشو په قیام کې

او د ګل په ښکلو سترګو

دانه وویني په دام کې

او یو نوی دستور کېږدي

د پښتون په ننګ و نام کې

 

شاعري پېغمبري ده

لويې ژمنې لوی مزلونه

د منزل په هر قدم کې

خوني کندې ګړنګونه

په دې لنډمهاله ژوند کې

د پېړیو عذابونه

بارول د زړه دپاسه

د دې ټول جهان غمونه

د صراط د پله په څوکه

له شیطان سره جنګونه

دا لا څه، د خدای حضور ته

بې ادبه فریادونه

او لیده د ګل موسکا کې

ټول راتلونکي بهارونه

د یوې اوښکې په غمي کې

د لمرونو دریابونه

د دې ټولو په بدل کې

ملیونونه لعنتونه

 

د کنځلو انبارونه

سپکې سپورې پېغورونه

او په پړي د ملا کې

په زیندۍ باندې ټالونه

او زغمل په ځان د کفر

زر ناحقه تومتونه

او تړل د زړه دپاره

درانه پيټي غرونه غرونه

 

موږ چې خپل سره پیدا کړل

توره شپه وه بارانونه

له باران سره برېښنا وي

یخ بادونه تندرونه

لارې پټې وي په لړو

اوبو وړي وو پلونه

راواته زموږه مخ ته

له هر خوړه سېلاوونه

 

په توپان وو لاهو شوي

د لاروو امیدونه

او تر خړو لاندې ورک وو

لارې، لوري ګودرونه

او ټپ شوي وو له مخې

لارښوونکي څراغونه

موږه ور کړل یو او بل ته

د مقصد اشارتونه

د توپان ټکرو راکړه

نوي نوي الهامونه

زموږ په ژبو یې جاري کړل

د بې ژبو فریادونه

د پېړیو د ګونګیانو

ناویلي کړاوونه

له سېلاو سره خپړې

له تیارې سره جنګونه

د بادو خوني تالان ته

د پولادو ولاړ غرونه

جنګي مټو ته تېغونه

تږیو شونډو ته جامونه

بې وسانو ته وسونه

بې لاسونو ته لاسونه

چې راواړوي په بل مخ

د اسمان دا زړه خونه

په ساړه رغلي کې ویښ کړي

د ویدو لمبو سرونه

د تیارو په څڼو نیال کړي

د غرمې راڼه ګلونه

عشق ته نوی لوری ورکړي

بې لیلا بې له مجنونه

او زمان د ښکلا سین شي

بې تکراره شي رنګونه

او مستي بله مستي شي

بې خماره بې جنونه

د مېږي ضرورت نه وي

سلیمان ته سلامونه

غني څه دی یو اواز دی

د خلقت په هنګامه کې

یوه ناره د منګوټیو

د کلال په ګلکنه کې

ستر اواز د کهکشانو

د یوه ستوري په ذره کې

د ارمان یوه سندره

د تاریخ په یوه شېبه کې

د لمبو لېونۍ لوبه

د رغلیو په تنه کې

د اخلاص یوه کنځله

د مستۍ په یارانه کې

یو فریاد د څراغونو

په یوه تپه تیاره شپه کې

چې بل کړی خدای په خپله

د فطرت په سرنامه کې

 

د یتیم ګل په غومبرو

یو شبنم دی څڅېدلی

د یوه زخم په طلب کې

په اغزو راکولېدلی

سینه چیرې سرمات شوی

له رغاو نه رغېدلی

هم په وینو لمبېدلی

هم په اوښکو غوپېدلی

 

هم غوټۍ ته مسېدلی

هم باران ته ژړېدلی

د رنګینو پټنګانو

په څادر کې غځطدلی

د غمونو په کړاو کې

خپل جانان ته رسېدلی

 

د څېلې په سړه شپه کې

یو نغری دی د خاټولو

یوه مستي د لمر د وینو

ننه زړه کې د همځولو

لکه روح د خدای له لوري

ننوتی دی په ټولو

چې د ژوند ګرمي خوره کړي

د مرګي په زړو شپولو

او د اور څادر هوار کړي

د جومات په وچو شولو

دین ازاد کړي له ملا نه

چمن وژغوري له زمولو

 

غني ښکلی لیک دې راغی

شابسونه شابسونه

ترې نه توی شوې مرغلرې

بارانونه بارانونه

له هر څاڅکي یې خواره شوو

دریابونه دریابونه

په څپو کې یې راجګ شو

ویښوونکي توپانونه

د یوه ستر وطن غمونه

د ننګیال ولس رنځونه

راتازه یې کړه په زړه کې

د مصرۍ تورې ټپونه

او خواره يې کړه په ما کې

ویده شوي فریادونه

په ځواب کې یې درواخله

غرونه غرونه سلامونه

د خوږمن زړګي له تل نه

ورور ګلویزه پیغامونه

فضل غني غني د سنټرل جېل پېښور څخه د ۱۹۹۶م کال د اګست په ۱۹ نېټه یو لیک راواستاوه. ده د پښتونخوا د ستر عارف او فرهنګي حکیم خان عبدالغني خان د ناڅاپي رحلت په ویر کې کوکې وهلې وې. د فضل غني د عواطفو په شیشه خانه باندې تندر راپرېوتی و. د ښيښو له هرې ذرې څخه د حرمان او اشتیاق ګډ شور پورته کېده.

فضل غني د خپلې ټولنې د روانو اړیکو په کړۍ کې هیڅکله او هیچېرې د خان عبدالغني خان په څېر بل داسې پیاوړی، نافذ، له انساني کمالاتو او عرفاني شور څخه ډک شخصيت نه و لیدلی، ځکه خو د غني خان د رحلت په وجه په فضل غني د قال او حال په محضر کې به د ده په روح کې خورېده، د بې وسۍ او کمزورۍ پر لوري رامات شو. ده د خپل ګوګل د نغري د بیا تودولو په هیله زما ساړه شوي رغلي ته مخه راوړکه او له ما څخه یې وغوښتل چې د ده په یخ وهلو رګونو کې د اور ګرمي خوره کړم.

ما دا نیمګړی منظوم ځواب فضل غني ته، د خپل زړښت د غمجن ماښام په داسې شېبو کط ولیکه چې د ثور د مات شوي انقلاب د ډوبې شوې بېړۍ د ماڼوګانو سرې سندرې زما په مغزو او غوږو کې ازانګې کولې او ما لا د قربانۍ په محراب کې خپل عبادت پای ته نه و رسولی.

عبدالغني خان غني د شور او شوق هغه لوی دریاب دی، چې د انساني معیارونو د راپرېوتو او د فرهنګي ابتذال په څپو کې، نه یرغمل کیږي، چوبيا نه زغمي، د مینې او ازادۍ مقام د زور او مرتد سیاست پښو ته نه غورځوي. د خیال د تصویرونو مرغان هیڅکله د قالبونو د قفس په زړو هډونو کې نه بندوي. د لمر د وړانګو د خورېدو لاره ازادوي، دیوالونو او بندو دروازو ته اور اچوي.