...

سلیمان لایق

نومیالیه قلندره، نوی کال دې مبارک سه

لېونیه فیلسوفه، دا اقبال دې مبارک سه

په غوښتو د حقیقت کې زلمیتوب درنه تالا سو

د بې پایلو پلټنو قیل و قال دې مبارک سه

تخونې دې دارو سوې هر غوايي ته د غوولو

دغه سر دې مبارک سه دغه تال دې مبارک سه

د ماڼکي د غيڼ له زوره کندهار قصاب خانه سوه

عیسی پورته سو صلیب ته خردجال دې مبارک سه

که طالب و که مطلوب و، مستر بوش له ډګې تېر کړل

د دوران نوي غلامه استقلال دې مبارک سه

پروني خره ته یې جوړ کړل نوی تانګ نوی روستاړی

زوړ یابو دې مبارک سه په ښه فال دې مبارک سه

د میرویس پر ځای راوستی امریکا نوی بابا دی

خامخا دې مبارک سه لامحال دې مبارک سه

د الله مهرباني سوه، بیا دوره د رباني سوه

د وطن د درنو څلیو اضمحلال دې مبارک سه

د جهاد له برکته افغاني فرهنګ رخصت سو

د ملي فکر امامه دا زوال دې مبارک سه

د افغان په کونه لاړل د تکساس د لوړ موټي

په ملیو څیرل شوی زوړ جوال دې مبارک سه

تخت یې بار کړ پر خرکونو، وې یط ا دمکراسي ده

ګوشه ګیره قلندره، دا احوال دې مبارک سه

چې غیرت یې ټول په سپي و، هغه راغله مشران شول

د دې هسې رسوا دور ابتذال دې مبارک سه

ډګه بوزو ته آزاد سول هلکان کرکان دواړه

شالمار د کونو کور سو، دغه حال دې مبارک سه

چرس مباح شراب ازاد دي، واک د خپلې کونې خپل سو

هر کوني ته زېری ورکړه چې مجال دې مبارک سه

د یونو له کونې اورې د ډالرو بارانونه

جهادي اخوان ته وایه پشکال دې مبارک سه

ستا په امر مې مردار کړ پاک ادب په پوچو ټوکو

زما رنګو نامنولو، امتثال دې مبارک سه

ما وې زه به سقراط شم د پای لوچو لار به پرېږدم

تخونو کړم بې لارې دا وبال دې مبارک سه

قلندره قلندره نوی کال دې مبارک سه

فیلسوفه فیلسوفه قیل و قال دې مبارک سه