...

سلیمان لایق

سترګې یې آسمان زموږ د غرونو د لاجبرو

څڼې یې وریځې پې خورې دي د سرو زرو

مخ یې ترې د لاندې د بابا د غرونو واوره

شونډې یې سور رود په کروندو کې د شکرو

وروځې یې لیندۍ د روهیلیو جنګیالیو

سترګې یې لوټمارې د وزیرو د لښکرو

غاړه یې اعجاز د کوشانیو نقاشانو

مټې یې بربنډې په سین غره کې د مرمو

هو یې په وعده کې د هوډپالو سلیمانخېلو

نه یې په انکار کې د پېغلوټو د ټغرو

هر خندی یې تندر د هوتکو د هوسیو

هر یرغل یې لام د سرو ناصرو د لښکرو

تېغ یې د خدۍ دی چلوي یې په غلجیو

خاوره یې مړه کړه د هوډپالو په ککرو

ژبه د ځواب یې غوڅوونکې لکه توره

زړه یې په سینه کې د ګوملې د ډبرو

برید یې د بڼو زموږ د زړونو په کلاوو

غشي د شیرشاه د کالنجر په زړورو

مینه یې بربنډه د ځنګلونو د وحشیانو

شوق د رسوايي یې د یورپ د منورو

زموږ کلی میدان د کربلا د دې له لاسه

زموږ کوڅه کابل د تالا شویو بې وزرو

نشي دریدای بوډا لایق د نجونو لام ته

چېرې زوړ ګربت چېرې کوترې د کمرو