سلیمان لایق
د خوشحال په
څېر لېوال د کتو نه یم
نندارې د
اباسين ته له هوا نه
څه به راکړي
د مهال په تېرېدلو
تماشا د
اباسین له «میرکلا» نه
که هر څو په
سره پاڅون کې لولپه شوم
لا جنګي
سترګې مې نه سوځي له چانه
لکه مست
اوښان په خبلو کې جنګیږو
خو پردي ته
شکوه نه کوو له چانه
د افغان کسات
به اخلو وخت به راشي
ټول ناولي به
شړو له «میرکلا» نه
د انګرېز له
ځنځيرونو به ازاد شي
اسیر شوي
پښتانه له پاکستانه
که موږ خپل
ملا ازاد کړ له لندنه
افغاني وطن
به بچ شي له بلا نه
«ملاکنډ» او «میرکلا»
او «ګرویک» به
مبرا شي له طالب
او له تالا نه
نه به جنګ وي
نه فتنه نه ورور وژنه
څوک به نه وي
پوروړی له بل چانه
موږ هغه یو
چې خپل خلک او وطن پالو
له نیمروزه
تر پامیره تر واخانه
د هري له ستر
بهیځه تر اټکه
افغاني ملت
اوسیږي بې ګمانه
حادثې ته د پولادو
اوچت غر دی
په غیرت،
وطنپالنه، په مېړانه
که د لر دی
که د بر دی هوډ یې یو دی
دواړه وتي له
یوې تیږې له یوه کانه
په یوه ناره
پاڅيږي غرونه غرونه
د هرات له
ذوالفقاره تر لغمانه
د پکتیا نه د
بابا تر لوړو غرونو
له کونړه تر تخار
او بدخشانه
پنجشېریان دي
که د تورې بوړې خلک
راوتلي له
یوې خاورې له یوه ځانه
که کیڼ لوری
که ښي لوری که منځوي دي
یو ملت دی یو
وجود دی یوه مېړانه
لا په دوی کې
د تورزنو مټې شته دي
پولادي او
غیرتي او با ایمانه
لاره نه ده
ورکه شوې له دې خلکو
له خپل چمه د
بابا تر ګورستانه
د انګرېز په
تالانګرو تورو کرښو
خپل وطن نه
پردی کیږي له افغانه
هیڅ افغان د
بې ننګۍ په لاره نه ځي
د زانګو له
مرحلې تر قبرستانه
د خټکو
میرکلا به میراث نشي
پنجابي ته د
خوشحال له خاندانه
ټول پنجاب به
حقیقت ته سلامي شي
د لاهور له
چودریانو تر ملتانه
موږ هغه یو
چې خپل حق او ناموس ساتو
په انصاف او
عدالت او په مېړانه
که څوک غل د
افغاني سرزمین نه وي
افغانان یې
جلا نه بولی له ځانه
که چا داړې
موږ ته سپینې کړې په قهر
بیا دې وګڼي
خپل خوږ له خپله ځانه
که ساپي، که
مشواڼي که سالارزي دي
د دانګام له
سردرو تر نورستانه
له کالام او له
چتراله تر بونېره
یوسفزي خواره
واره تر کوهستانه
بل د غرو په
لوړو څوکو تورو تړو
د ګوجرو مېنې
پلنې تر اسمانه
له جندوله د
تیرا تر لوړو غاړو
د ګوملې له
درې نه تر دامانه
له کاکړو،
اڅکزیو او ترینو
پاس تر ژوبه
او قطبي بلوچستانه
قبایل که
توراڼي که شېراڼي دي
له ګل کڅه تر
چمن او ګلستانه
که مهمند دي
که خټک که پېښوري دي
له جنت د
اشنغره تر مردانه
له زرغونې صوابۍ
تر هزاره وو
ولجه شوی له
ازاد افغانستانه
ټول وطن له
موږه تللی څه به غواړو
ننداره د
اباسین له میرکلا نه
میرکلا به
هغه وخت د نندارو شي
چې پنجاب شي
لاس په سر له پښتونخوا نه
هغه ورځ اوس
لرې نه ده زه یې وینم
چې وېشلی وطن
خلاص شي له بلا نه
له چمبر د
میرکلا سره به یو شي
تاریخي وطن
له بلخ او خراسانه