...

سلیمان لایق

ما خو وې چې خرابات به هديره شي

او ساقي به له ملا سره ديره شي

هسې کفر چا ليدلی و عالمه

چې د عشق کعبه په وينو تکه سره شي

چا ليدلی وو د ناز تازه گلونه

چې غړۍ يې د باغوان په لاس اره شي

چا اټکل کړ چې زموږ د امن کور به

په بې رحمو قاتلانو اجاره شي

چا ويل چې د "اشيا غمی" کابل به

ددښمن د کساتونو تاتره شي

هر مامون به د امان له کرښې ووزي

پر وطن به د جگړې وبا خوره شي

زوړ انگريز به بيا را پاڅي انتقام ته

زموږ پرضد به له پنجاب سره پَرَه شي

چا ويل چې بيا به نوی منصور پاڅي

د وطن د عشق په تور به غرغره شي

چا ويل د پنجابي د کسات هوډ به

د نجيب په قربانۍ باندې پوره شي

د هغه ناره به غبرگه شي له داره

ټول ځنگل به د اورونو شراره شي

لا خو لوبه د زمان په رغولي ځغلي

څو څو ځله به بدله نندراه شي

ليږ دمه شه د تاريخ سندره واوره

د جلاد سر به پخپل تبر پاره شي

که لاهور د کابل سولو ته اړم وي

ټول پنجاب به په اورونو کې ايره شي

حسامه که له تروره لاس وانخلي

د زمزم څا به د وينو فواره شي

هيڅ تيری به پاتې نشي بې ځوابه

که پردي په موږه زر وارې ديره شي

وا به نه وړي د انصاف تله له عدله

که جمله عالم د عفوې نغاره شي

بايد ټول دښمنان وپيږي په زغرده

د افغان توره چې لوڅه شي تيره شي

هر افغان په دې خبره باوري دی

د لايق دا وړاندوينه به کره شي