سلیمان لایق
ما د زړه په
وینو ډېر زلمي پاللي
په ادب او
سیاست کې مې روزلي
څوک د لوبې
په لومړۍ کرښې کې پاتې
څوک څو ګامه
په مخ تللي بیا وتلي
څوک ملګری د
راحت، څوک د سختیو
څوک تیغونه د
فولادو، څوک لکه خلي
څوک زمري د
معرکو، څوک ګیدړان شول
څوک د نورو د
شا پېټي، څوک ښاغلي
څوک په خوی د
سړيتوب، څوک د پوده وو
څوک بدنام د
خلکو منځ کې، څوک منلي
چا ته ټول
پاڅون شراب او جونکۍ وې
څوک په شوق
له انقلاب سره راغلي
څوک لېوال د
زنده باد د ځان لپاره
په قدرت او
په مقام پسې وتلي
څوک د خلکو
په ننګ مړه او قربان شوي
څوک په کونه
د رهبر ننوتلي
څوک د نورو
مخبران زموږ په خوا کې
زموږ د ښو او
بدو څار ته ګمارلي
څوک نګه
ترورستان زموږ دننه
یوه مهال د
مبادا ته پټ او غلي
څوک مزدور د
څو پيسو د باندینیو
څوک د ثور
دښمنانو ګمارلي
څوک د خلکو
په هوډ مړه په تشو لاسو
هر هر څه یې
په هوډونو کې بایللي
چا د ولس
توره، په ولس راګرزولې
څوک لوټلي،
څوک رټلي، څوک وزلي
کله کله به
تشخیص زموږ ناسم و
په لوټمار به
مو باور شو د سپطڅلي
جوړ کارغه به
مو نګېره چې دا ګربت دی
په خطا باندط
مو سپک، درانه تللي
غوړه مال تر
شیطانانو لا تېری کا
که ښاري وي،
که کوچی وي، که د کلي
په عیبونو به
دې ستايي چې ښه خر شې
ولي خلک به
دې په فکر شي ناولي
کوم ښاغلي چې
خوددار او فداکار وو
په وینا د شيطانانو
مو رټلي
ځينې څه
ناپاک کسان زموږ په مټو
لویو لوړو
مقامو ته وو ختلي
چې زموږ د قدرت
بڼه شوله ژېړه
غوړمالان وو
لا دمخه تښتېدلي
موږه پاتې وو
څپېړو د دښمن ته
دوی یورپ او
امریکا ته رسېدلي
ډک جیبونه،
شرکتونه، بنډارونه
بې زحمته له
توفان څخه وتلي
پورې وتي له
دوزخه جنتو ته
بې زحمته
سوکالۍ ته رسېدلي
بې وزره کسان
پاتې وو دښمن ته
وږي تږي بې
دفاع او اسکېرلي
خوندې مندې
هلکان بې پته شوي
کلي سوي، وطن
لوټ او خلک تللي
د کابل درانه
وګړي په خپل کور کې
ځپل شوي، وهل
شوي، شرمېدلي
ټګ لوټمار د
مجاهد تر نامه لاندې
کور چور کړی
خاوندان یې ترې شړلي
د اجړا او
نارینه وو حساب ورک و
توپیر نه شو
د ښاغلي ناښاغلي
دا دنیا د
حیرتونو نندارتون دی
څنګ تر څنګه
کینوي ولي ناولي
ځينې بڼه کې
سړي، دیوان په زړه کې
په باطن کې
فتنه ګر په خوله کې غلي
تر څو ګټه
درنه کړی شي درسره وي
که ادبا
درباندې راغی بيا دې ولي
اوس چې واګي
بل ته لاړل د هغو شول
نامردان،
دووس مزاجه او غوولي
یوه ورځ په
دوی راسمه شوه خبره
په خبرو مخاطب
کړم یوه ښاغلي
تاسو خبله دا
باټو بې پته خلک
په ورمېږ د
ولسونو کېنولي
ما وې هو په
موږ تکرار شوو زما وروره
روایات، چې
تاریخونو کې راغلي
څوک چې وخېژي
په لوبه کې قدرت ته
ابلیس راوړي
ورته نه مېخه کوټلی
دوه د سترګو،
دوه د پوزې د سوریو
دوه د غوږو،
دوه یې کونې ته کچلي
بل یې خولې
ته چې د حق په وینا ګونګ شي
که څه وايي
چې شي پاتې ناویلي
په نهو سوړو
ورټک وهي مېخونه
قدرتمن کسان
شي ټول بې دمې څلي
نه څه ګوري،
نه څه اوري، نه څه وايي
د قدرت په نشه
ډوب له ځانه تللي
خو چې کله د قدرت
هنګامه پای شي
د نشې له آسه
ولوېږي شي پلي
یوه د خدای
ملکه راشي او په لاس کې
یو د اوسپنې
مېږوی چې ترې ختلي
لویې غوټې،
څیږې زخې هرې خوا ته
د لویانو
لویې کونې ته تراشلي
سر یې سم
سوتره په سوړه کې ورکېږدي
بیا ګوزار
ورکړي په ټول طاقت د ولي
لکه غېسي هر طرف
ته ترې ګوزار شي
ټول مېخونه
چې شیطان ورټک وهلي
هم بینا، هم د
وینا شي، هم ګویا شي
هم د کور
خبرې اوري هم د کلي
غوړمالان د
زړه له تله باندې خاندي
پر هغوی چې
دوی پرون وو غولولي
په حیرت دې
مټتیانو ته ورګوري
پروني
قدرتمندان له واکه تللي