...

سلیمان لایق

رایادیږي د ځوانۍ تللي کلونه

چې پر ما را اورېدې د کلي نجونه

هره ورځ به مې په سرو مچیو لار وه

ویښول مې د بمبرو زخمي زړونه

هر سبا کوز په ګودر ویشتلې زرکې

هر ماښام پاس په بامو اشارتونه

څه تنکۍ پېغلې زړې شوې زما په هیله

څه عبث شوو د کلو انتظارونه

څه وعدې چې په وختونو کې تباه شوې

څه په تږیو شونډو وچ شوو سره ګلونه

څه تودې غېږې سړې شوې په بستر کې

څومره واوښته پر ما د عشق خونونه

څه د مینې کیسې پاتې ناویلې

څه په ستوني کې ګونګ شوي فریادونه

څه جلوې د کرشمو او مکیزونو

چې په سترګو یې مړه شوو دیدونه

څومره غشي چې ما وزغمل بې چیغو

څه عشقونه چې ما تېر کړه بې جنونه

څومره هیرې څومره هڅې څومره اوښکې

څه عبث شوو د ځوانۍ زرغون کلونه

څنګه هیڅ کړ زموږ رزم څو ټګانو

څه برباد شوو د کلو ریاضتونه

څنګه پوچ کړل څو ناولیو ږیرورو

د یوه نسل د پاڅون عبادتونه

څه لیلام شول په پردیو لوټمارانو

زموږ کلي او کیږدۍ زموږ ښارونه

څه تقسیم شوې د عربو په شیخانو

زموږ مندې زموږ خوندې زموږ جونه

څه لیلام شول د نړۍ په جابرانو

زموږ شته زموږ اثار زموږ کانونه

څنګه وسول د پنجاب له بده نیته

ګڼ ځنګلونه، شنه باغونه، روغ کورونه

څه برباد شو زموږ ملت په پردي جنګ کې

څه خواره شوو زموږ خلکو ته دامونه

ساقي ولې ورته ګورې ځواني مرګ شې

د ازل په تږیو ووېشه جامونه

لیږ مې خلاص کړه دا زاړه عقل له کوډو

چې پټۍ کړم په مستۍ قضا وختونه

چې ساړه رغلي ته نوې لمبه ورکړو

په سړه خاوره کې وکرو اورونه

څو د لمر په راختلو باوري شو

د سبا سپېدو ته وباسو واټونه

او د نور د دریابونو په څپو کې

د لایق په زړه کې وکرو شعرونه