سلیمان لایق
بیګا خوب کې راښکاره شول
د وطن غرونه رغونه
له لېمو نه مې روان شول
په څپو څپو رودونه
اور اخیستی و شنېلیو د
وطن په پوله پوله
اورېدلې ترې سکروټې
جګېدل ترېنه دودونه
د پنجاب له تورې خوې نه
شنې لوخې غړوسکه غړوسکه
تویېدلې پېښور ته وی یې
نیسه اې پښتونه
هره ونه فریادي وه چې زه
سوځمه زه سوځم
له هر وره هرې کړکۍ نه
چاپېر شوي وو اورونه
د وطن په شنه لمن کې په
هر باغ او هر چمن کې
بهېدل د اور سینونه
جوړېدل کې تنرونه
د پښتون په برخه جنګ شو
خپل وطن ورباندې تنګ شو
د اجمل په کاله راغله د
لوټمارو چپاوونه
د میرویس مرۍ ته لاړې د
ګرګین خوني منګولې
د غوټۍ هیلو ته سیخ شول
د خزان ساړه بادونه
د ایمل په غیرت خاندي د
پنجاب د غلام سترګې
د بابا له نغري باسي د
پښتون عصمتۍ جونه
د لنډي له سینې وزي د
غصب تکې سرې کوکې
د خیبر په زړه کې ایشي د
پېړیو کساتونه
د پامیر په تړو څاڅي د
الماس له تورو اوښکې
بله نشي له دښمنه ماتوو
به غلافونه
د هیلمند د څپو وشي له
غضبه ګوښي ګوښي
سره ځغلي لکه ورېځې سره
اوړي لکه غرونه
اباسین چې لا اسیر دی
پښه تړلی په ځنځیر دی
اوس تر زغرو لاندې ناڅي
جقوي تور ځنځیرونه
***
دا به کله پای ته رسي دا
زموږ د پېغور عمر
دا به کله رالنډیږي دا
زموږ د کور غمونه
دا به کله رانړیږي د
غلیم د ظلم بارې
دا به کله پورته کیږي دا
زموږ سره بیرغونه
دا به کله پای ته رسي د
پښتون ناپایه چیغې
دا به کله اوچتیږي دا
لویدلي ټيټ سرونه
دا به کله راپاریږي دا
زموږ د غیرت تریخي
دا به کله راپاڅیږي دا
زموږ خره غیرتونه
دا به کله راټولیږي تر
وطنه به جاریږي
دا د دښتو د لمر سوي دا
د غرو رغو پسونه
څو به دغه تور پنجاب وي
زموږ په وینو به سېراب وي
څو به دوی وي او حکمونه
څو به موږ او زندانونه
څو به دغه مودودي وي
ورسره به مردودي وي
څو به دا ملا او ملونه
څو به دا دم او دامونه
څو به دغه پېښور وي
پښتنو ته به سقر وي
پنجابي ته به جنت وي پکې
جونه او جامونه
څو به دغه اباسین وي له
غمو به یې زړه شین وي
څو به دې جنګي خیبر ته
ور په برخه وي شرمونه
***
اې د لو ننګو ککرو چېرې
خاورې شوئ د خاورو
د خوشحال په شناختو ګرزي
د اورنګ د زوی اسونه
د تاریخي مېړني چېرې هوډ
یې چېرې ننګ یې چېرې
چېرې چېرې مرچلونه، چېرې
چېرې سنګرونه
ګرمي تللې ده له لمره
پښتو تللې له خیبره
په تیرا راخورې شوې سړې
شپې ساړه کلونه
په دې خاوره کې ګرمي وه
په دې خاوره کې مستي وه
په دې خاوره کې نغري وو
په دې خاوره کې دودونه
له اټکه تر چتراله اوس
ختلې سا له سیمې
نه یې ژوند شته په هډو
کې نه یې خوځنده نبضونه
اوس چې دلته کوم پښتون
دی ښه مریی دی ښه زبون دی
نه یې زړه کې عشق د تورې
نه یې سر کې هوسونه
دا چې لوړې یې شملې دي د
کلدارو یې اسرې دي
د افغان په ننګ څوک نه
کا، نه جنګونه نه مرګونه
اوس د بست په طاق کې خوب
کا د سارا ستړې ګیدړې
د زرنج په شګو ناست دي د
وحشي لېوه پلونه
اوس د غور په غرو کې
ورکې د غوري زمریو ځالې
اوس د بلخ خاورو خوړلي
هم یما هم یې توغونه
د محمود په ښار خوره ده،
د تاریخ د مرګ بړستنه
نه پیلان نه یې لښکرې،
نه ارم نه یې رمونه
په بامیان د اسمان سترګې
تکې سرې لا له غضبه
د بودا مخ پسې توږي لا د
اوښکو غورځنګونه
د چونغر په لمن ورکه د
کوشان د دور نښه
موټی خاورې ټول کورونه
څو سکروټې ټول قصرونه
اوس د غور د غرونو غاړې،
بې غروره بې سروره
جام له شرمه ځوړند کړي
هریرود ته خپل غوږونه
غرجستان چې وېرانه ده،
کې ویده لا زمانه ده
شرمنده لوړو بادو ته د
بابا د غرو سرونه
بدخشان لوږې وژلی انسان
وږی حیوان وږی
څه که غرونه یې سره زر
دي، څه که تیږې یې لالونه
اې ازادو خلکو څه شوئ
هوډ مو څه شو ننګ مو څه شو
کوم دي کوم دي یرغلونه
چېرې چېرې مورچلونه
کله کله به ناره شي تکه
سره به تاتره شي
د اټک لمن به سره شي او
ازاد به شي مریونه
دا جنګي مرغان به چیرې
خوروي د بري زیري
دا اسمان به کله پوښي د
اورونو درمندونه
دا به کله راځړیږي د غضب
د توپان ورېځې
دا به کله ترې اوریږي،
سرې سکروټې تندرونه
دا به کله کاڼي چوي، دا
به کله غرونه خوځي
دا به کله تکه سره شي د
اسمان دا نیلي خونه
دا به کله غشي ولي تر
برېښنا چټکې ګوتې
دا به کله تورې باسي د
پولادو مړوندونه
دا به کله لاره وزي د
راڼه جهان پر لوري
دا به کله پخلا کیږي،
رټل شوي ارمانونه
***
نه نه هیڅکله به نشي دا
دنیا زموږ د خوښې
څو چې ته منتقم نه شې اې
پښتونه اې زبونه
اوس خو وخوځه له ځایه چې
د اور لمن ته رسي
په نغري نغري دې، اوري د
پېړیو لعنتونه
ستا د تورې پاچا خان شو
د پنجاب د خندي خلی
ته لا څه ته منتظر یې،
نور به څه وي ذلتونه
که اورنګ دی که فرنګ دی
واړه یو دی واړه یو دی
که قیوم دی که بوټو دی د
هماغه خره غوږونه
توره وباسه له تیکې چې
رښتونی یې باور شي
ستا په ننګ او په
مېړانه، ستا په توره اې پښتونه
هره لاره ورته نیسه هره
تیږه ورته څاره
هر ګودر ورته ګرداب کړه،
هره ورځ ورته کلونه
باندې ویې شلوه خېټې،
ترېنه ویې باسه سترګې
پې ورویې ځپه ژامې پې
ورمات یې که غاښونه
سمه غر ورته سنګر که، نا
پایاو ورته ګدر که
پرې کوه ترېنه لاسونه،
غوڅوه ترېنه سرونه
هر قدم ورته درېږه هره
لوېشت ورسره وژنه
چې په مخه ور ادا شي، د
پېړیو تاړاکونه
دا د کبر کنډولی یې تورو
خاورو کې نسکور که
چې راپریوزي له مستۍ نه،
چې راکوز شي له جنونه
که وسله درسره نشته، د
سارا تیږو ته لاس وړه
ارادې لنډوي لارې نه
ټوپکې نه توپونه
ازادي که رسوایي وي،
رسوا ښه یو شیدا ښه یو
دغه لار د لېونو ده،
مخکې نه ځي بې جنونه
***
زه دې خپل زړه ته حیران
یم دې بې وسه وطنپال ته
ته به وا پې اجاره دي، د
دې ټول وطن غمونه
د شاعر زړه خو شاعر وي،
حسن غواړي شراب غواړي
جوړوي په تصور کې د خپل
خوښې جنتونه
کله رغړي پاس په ورېځو د
سپوژمۍ د شودو جام کې
کله لامبي په سرو میو،
په سر اړوي اورونه
کله خیال کې مچې اخلي، د
فلک له نوري نجونو
کله لوبې له پېغلوټو
لمسوي ځوان افتونه
د شاعر دنیا خو هسې یوه
رنګینه دنیاګۍ وي
دا په تا ولې رالام شول
ټول دردونه او رنځونه
***
اې وطنه! زما تنه، دا د تا د مینې کار دی
چې راسم یې کړه ګوګل ته
دا د وینو سېلاوونه
ته زما د عمر خوند یې،
ته زما د زړه خاوند یې
ما ګاللي ستا لپاره، څه
چې دي او څه چې وونه
ما چې هر چېرې خندلي، په
مستۍ کې ستا له شوقه
زما خولې ته راسم کړي
ظالمانو خپل سوکونه
ما چې تا باندې ژړلي
ټولو سپو راته غپلي
ستا په سر راته څېرمه
دي، د سپکیاوو عذابونه
که هر څو په تا ځورېږم
له دې ځوره نه مړېږم
ستا له پاره یې زغمای
شم، څه چې دي ټول کړاوونه
زما په ټول وجود خورې دي
ستا د مینې د لمر وړانګې
زما په پله پله کې بهیږي
ستا د مینې شرابونه
ستا نسیم د لوړو غرونو
ځان پوکي زما په تن کې
ستا د دښتو د باران بوی
مستوي زما رګونه
***
دا وطن دې تل اباد وي دا سنګر دې تل ازاد وي
پکې خوځي دې ورېځې، کې
بهیږي دې سینونه
پکې پلنې دې رمې وي، پکې
ډېرې دې ګلې وي
که دې څري سورکی وښې، کې
دې ځغلي سپین اسونه
کې دې ښوري د لمر
وړانګې، کې دې ناڅي د ګل څانګې
کې دې ځلي رڼې پرخې، کې
دې مست وي شنه رودونه
د اسمان خول دې رنګین
وي، د بېدیا څادر دې شین وي
لنګوټی د غرو دې سپین
وي، سور انسان سره هدفونه
توره ورېځ دې نقاشي کا،
مسیجا دې جماشي کا
زمرد دې فراشي کا، رشکِ
چین دي شي دښتونه
د افق لمن دې سره وي، په
دې غرونو دې خوره وي
کې دې الوزي بادونه، کې
دې پاتې وي یادونه
دا یادونه د ننګونو، دا
یادونه د جنګونو
دا خورې ورې کلاوې، دا
اوچت اوچت برجونه
دا د سپاندو بوی بېدیا
کې، دا د نجونو شور په ورا کې
دا جلګې جلګې ملکونه دا
هوار هوار رغونه
دغه جګې جګې تړې، دغه
غرونه دړې وړې
دا بهان بهانده لړې، دا
څپان څپان خوړونه
دا په واورو پټې څوکې، د
غروب د لمبو نوکې
دا ځنځير ځنځيري غاړې،
دغه نېغ ختلي غرونه
دا غونډۍ غونډۍ د خاورو،
دا پوټي پوټي د شګو
دغه ځوړې ځوړې تیږې، دا
پوړۍ پوړۍ کمرونه
دا د تالندو سندرې، د
ږلیو مرغلرې
دا ببر ببره بوټي دا
وحشي وحشي ګلونه
د سپوږمۍ په ښکلې شپه کې
د چوپیاوو په سینه کې
د اوښانو کاروانونه، د
شپېلیو اوازونه
دغه شنې بخملي ښېځې، دا
په غرو څپرې ورېځې
دا چمن چمن ګلونه، دا
رنګین رنګین لاښونه
دا سندرې د پوټيو، دا
شفتلې د پټیو
دا لښکرې د غوټیو، دا
بخمل بخمل چترونه
د ریدي توپان په راغ کې،
د ګلاب مستي په باغ کې
دا دنیا دنیا رنګونه، دا
دریا دریا عطرونه
دغه ښویې ښویې پرښې، پې
خورې د برېښنا کرښې
په ډبرو کې پړقونه، په
پړقو پسې ټکونه
همدغه زما وطن دی، زما
ځان دی زما تن دی
له ده بل زما اورونه، له
ده رنګ زما عشقونه
دا رڼا زما د سترګو، دي
طاقت زما د غبرګو
دا زما د ژوندون شومه،
له ده روغ زما فکرونه
له ده جوړه زما وینه،
زما ژوند او د ده مینه
له ده پلنې دا سندرې، له
ده پورته دا شعرونه
له ده جوړ زما بنیاد دی
هم مې پلار هم مې اولاد دی
ده ویده کړه اجدادونه،
دی به روزي اولادونه
څو ژوندی یم دی مې کور
دی، بیا چې مړ شم دی مې ګور دی
زما تن د ده له تنه، زما
هډ د ده هډونه
زه که سا یمه که تن یم،
سر تر پایه د وطن یم
زه وطن یم زه وطن یم، زه
یې سین زه یې موجونه
څو همدی زموږه مل وي د
نجات ډېوه به بل وي
دی قوت زموږ د منډو له
ده جګ زموږ غږونه
زه همدغه قبله ستایم دا
لمنځمه دې ته پایم
دا وزر زموږ د هڅو، پې
ژوندي زموږه زړونه
***
د لایق د سینې اوره! خپل نغري کې لېونی شوې
ودې نه ښودل نړۍ ته د
وطن د زړه داغونه
لا کیږدۍ هغه کیږدۍ دي،
چې پې تېرې سل پېړۍ دي
پېڅول لا د وزغنو د کوچي
لا هغه خونه
دا انسان باید ازاد شي
یو ځل وخاندي او ښاد شي
دا هېر شوي باید یاد شي
ظالمان شي سرنګونه
لا ګالي یې له ناکامه له
اغازه تر انجامه
د ړانده اسمان ځورونه د
کاڼه حاکم ظلمونه
دغه څلی باید وران شي پې
ورسم یاغي توپان شي
وحشي خان عاجز انسان شي،
او هورا شي لوړ برجونه
د کلا له لوېشتې لوېشتې
شي د زور کمبله ټوله
شي ټاټوبی د بزګرو،
بزګران شي سره وروڼه
د غنمو طلايي سین د ملاک
د زړه هلاک شي
یو ځل وخاندي بزګر ته دا
سور سین سره یې موجونه
د کښتو په شنه دریاب کې،
سمه ساه واخلي دا سوي
شېبه وغوړوي لمر ته، خپل
ازاد تن او هډونه
د لوګرو په تیاره لار
برېښنا وغځوي مزي
په نامیندو زړو خواره شي
د امید زرین وزرونه
د بزګر د ژوندون ځاله
ډوبه ډوبه شي خوښۍ کې
په کې ډک شي تش جامونه،
پکې تش شي ډک خمونه
دا ویرجن ماښام برات شي
دا غمجنه ورځ اختر شي
په دې وچو دښتو راشي د
شنیلیو دریابونه
د جوار ډوډۍ لنده شي د
عزت په سپینو پیو
لیږ روښانه شي لیږ پاکه
د پېړیو توره خونه
***
زیری زیری خورو خلکو فخر
فخر اې ملګرو
چې اوچت د انقلاب شوو په
وطن کې بیرغونه
زه یې اورم نړۍ وایي،
مبارک شه مبارک شه
دا بری د نیکمرغیو دا
فاتح انتظارونه
ما لیده د عشق په سترګو،
د قیام په سره سحر کې
د واټو په تورو کرښو د
نجات درانه ټانګونه
ما لیده په هر قدم کې، د
قیام قهرمان خلک
ما لیده په هره لوېشت کې
چې پې اوري سره ګلونه
ما لیده چې راتوییږي له
هر ګوټ هرې کوڅط نه
ملاتړ د انقلاب ته ازاد
شوي ولسونه
ما لیده چې ټانک ممبر شو
پې سپاره شوو پلي خلک
توپ د سولې پیره دار شو،
پې د ګلو امېلونه
غرونه ولړزول چیغو، چې
ایستې ارماني خلکو
په کابل باندې خواره شو
د پاڅون سره شعارونه
ما د ژوند برېښنا لیدله
د سپايي د سترګو رپ کې
ښکارېدل په کې له ورایه،
نوي نوي ارمانونه
ما لیده چې زغرنیو
انقلاب د ځمکې نیال که
د وطن له پښو مات شول د
پېړیو ځنځیرونه
ما لیده چې ساه اخیستي د
پایتخت زړو هډوکو
ما لیدل چې راویښیږي مړې
کوڅې ویده واټونه
ما لیده چې له غروره وطن
سر ویوست اسمان ته
ما لیده چې راکوزیږي اسمايي
ته اسمانونه
ما لیده چې اور اخیستی د
ظالم د زور ماڼیو
ما لیده چې اره کیږي د
تیري تېره غاښونه
زمان ولیکل په لوړه، د
وطن په پاکه دړه
په تاریخ د پرګنو کې د
اتلو څو نومونه
دا قیام قیام د ټولو دا
بری بری د خلکو
دا پرېکړون پرېکړون د
عصر دا تاریخ دا یې حکمونه
د دې لوړ بري په فخر د
دې ګران وطن په مینه
اسمان پرانیستل خمونه
ستورو ووېشل جامونه
***
اې وطنه پاڅه پاڅه تا ته لمر په زنګنو شو
اسمان اچوي په دښتو، شنه
سور پېڅي بخملونه
ستوري ږدي په دې بخمل
کې، د سپرغیو ځلاند ټکي
شپه راباسي په لمن کې د
پېروونو الماسونه
اې د لوړو غرو عقابه اې
راغلی انقلابه
مبارک دې شه جشنونه
بریالي دې شه عزمونه
اوس نو پاڅه اې وطنه
لاره ښیه د بریو
چې رالام شول ستا په
لاره د دې سیمې نهضتونه
اې وطنه راپاڅېږه چې
غلیم له پښو پرېووت
لادرک یې دي ملګري
لاعلاج یې دي زخمونه
اې وطنه اوس نو جګ کړه غیرتمن
سر په سرو کې
چې په تورو خاورو پرېوزي
دا د سپکو سپک سرونه
اې وطنه نازه نازه خلک
ستا په ناز نازیږي
ته د دوی د جګړې توره،
ته د دوی د امید خونه
اوس نو پاڅه اوس نو پاڅه
چې تودې کړو سړې هیلې
چې چټک کو قدمونه چې
اوچت کو اوازونه
زیار ایستونکي رابیدار
کو په خپل حق یې خبردار کو
همغوی جوړوي لارې همغوی
باسي پلونه
هر قیام یې ابادي ده هر
غورځنګ یې ازادي ده
هر اواز چې راوباسي
غورځوي تور زندانونه
له دوی بل چېرې چې اور
دی، له دوی جګ چېرې چې شور دی
پې توده فضا د ځمکې پې
راڼه واړه ښارونه
دوی ضامن د ازادۍ دي،
معماران د ابادۍ دي
په دوی ګرم سنګرونه په
دوی ښکلي نهضتونه
ما دا حماسي قصیده د ثور تر انقلاب دمخه د رزمي شعرونو په دفتر (یادونو درمندونو) کې چاپ کړې وه. د ثور تر قیام وروسته مې پر هغې باندې نوي څپرکي زیات کړل، اوس مې ښه وګڼله چې د بشتو د نوي رزمي دفتر (د غلامانو سرود) کې تر نوي سرلیک لاندې، د هغې بشپړ متن چې طبقاتي عطر او رنګ یې غلیظ شوی دی، له سره چاپ کړم.