...

سلیمان لایق

که قوت د انقلاب د چيغو نه وای

مړه نبضونه د وطن به خوځول چا

که د وينوطوپان نه وای پاڅولی

دا په خپل غلاف کې مړه به پاڅول چا

چا به زړه نيوه په شوق د نمرود اور ته

دا زاړه بت پرستان به شرمول چا

چا به هسي سور شبخون واهه په برخو

ليکل شوی د تقدير به بدلول چا

څوک ورتلله تور ديوانوته په غېږه

د پېړيو يرغمل به خلاصول چا

چا به ږغ دبغاوت کړ په دوږخ کې

زندانونه د عذاب به نړول چا

تور او سپين د وطن پلور او وطنپال به

بېلول، سره کول، کره کول چا

دا ناولي د جنت ټېکه داران به

په پلورلو د وطن باندي نيول چا

چا سوګند ته کښېنول د خدای په کور کې

داکافر مسلمانان به لوڅول چا

چا به ميږي خلاصولې له لېوانو

د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا

دپېړيو مسخ شوي بنيادونه

د وطن نوي ارمان ته سمول چا

د کنګل ځپلوغرونو په رګو کې

ويده شوي ارمانونه ويښول چا

چا به وړل په ډکو غېږو دلمر غشي

تور دېوان د ترږمۍ به ويشتل چا

دا له مخي فاسد شوي تور فکرونه

بې له هسي بغاوته ورکول چا

***

درواغجن وطن فروشه مشران به

ناخبره پرګنو ته لوڅول چا

سور قاتل او تور ملا وطن طلاقه

د انصاف په پاکه تله کې تلل چا

او پر ژبه د پېړيو د ګونګيانو

آياتونه د پاڅون جاري کول چا

چا به لاره خلاصوله د لمر کور ته

له تل پاتي ترږميو به ایستل چا

درواغجن وطن پلورنکې مشران به

ناخبره ولسونو ته ښودل چا

او د تور او سره د وينو په غورځنګ کې

وطن پاله و وطن پلوره بېلول چا

تاړاکونه چي تېرشوي دي په شپو کې

زېږېدليو د ړنا ته به ويل چا

چا کرلي په مالوچو کې سکروټي

په سپين پوښو تورداغونه لګول چا

څوک به مست په سپېده داغ راته جومات ته

د ويده ملاپه ږيره به توکل چا

په محراب کې چا وېشل ويلي اورونه

خوبولي د افيون به مستول چا

د سحر د رګينيو په نغري به

د لمرونو غورځنګونه سیخول چا

په تيارو که د رڼاوو بری نه وای

په ناپايه هسک به ستوري ځلول چا

که تياره وای برلاس شوی په ړناوو

څراغونه به له مرګه خلاصول چا

دا غمجنه شپه به چا سبا کوله

میلیونونه سحرونه به ژغورل چا

چا به خاورو ته بخښل د ژوندون زړی

په بېديا به بارانونه اورول چا

که په سترګو د جانان کې شراب نه وای

فریادونه د مستۍ به جګول چا

چا ایستو له ساړه عقله عربدې ته

له ژوندونه ډک جامونه را کول چا

د غرڅه وو په يوه ځغلنده نظر

د مرګونو تقديرونه قبلول چا

د تيارې د قاف د پیغلو په کاکل به

د رنګه وړانګو غمي قطارول چا

که لمبه د درخو نه وای په ادم کې

مړه تارونه د رباب به غږول چا

چا به څڼي د يار زمويلې په منګولو

ځنځيرونه د جادو به ماتول چا

چا به شونډو کې کرلې سرې مچکې

بل اورونه به په ګل کې نيالول چا

چا به اور چښه د غوټيوپه پيالو کې

جل وهلی په سکروټو اوبول چا

څوک به مخامخ ورخوت د ګلو باغ ته

په ټټر به ئې برجونه ماتول چا

د انار د غوټيو په شبنم به

په غجو ښار پېريو کې لمبل چا

د پرانستو ګرېوانو نو په سپېدو به

د لېوال نظر ګلونو کېنول چا

د بندي حورو د څڼو په څپو به

سپين مرسل د آزادۍ به کتارول چا

چا ایستلی سرې مچۍ د ګلو ټول ته

په ګبین به دژوند لوښي ډکول چا

که دسولو تنده نه وای په انسان کې

تر اېرو لاندي اورونه به لټول چا

دا د نوي هوډ غښتلي شاعران به

هنګامې د آزادۍ ته هڅول چا

که د پيښو د زمان معجزه نه وای

د «ننګيال» غوندې زمن به زېږول چا

د «باقي بريال» د سترګو په تياره به

د ایمان زرین لمرونه خورول چا

که د دغو شاعرانو چيغي نه وای

د تاريخ ساړه رغلی به سړول چا

د وطن د اتلانو داستانونه

نوي نسل د سبا ته رسول چا

د پښتون د غلام ذهن په تياره به

څراغونه د ړناوو بلول چا

چا اوبدل په برګ افق کې د لمر غشي

په ښکلا به ماښامونه لمبول چا

دا آزاد غرونه، ځنګلونه او درې به

د رنګين شعر په لمر کې ډوبول چا

دتودې ميني د اوښکو په باران به

د وطن تږي ځوځان به اوبه کول چا

که د شعر جرس مړ وای په وطن کې

قربان سوي د مېړانوبه ویاړل چا

چا به ستایل د توپان ترې تم شوي

دا نوم ورکې سربازان به يادول چا

که لايق په خپلو خلګو مين نه وای

دا په ينو سره شعرونه به لیکل چا

د ځوانۍ د هوسو تاوده کلونه

هنګامې د آزادۍ ته و قفول چا