سلیمان لایق
ساقي واړوه په میو کې انار
چې سینه کړم د اورونو لالهزار
لیږ مې مست کړه چې فضول عقل کې وژني
بیابان د لیونتوب ته ښیه لار
سور غروب د پراخو دښتو مې یادېږي
وطن ټول راته ښکارېږي کندهار
په هر تاکیې د مستۍ وږمه خوره ده
د خیام له سره اچوي دستار
ساقي راکړه پیمانه پروایې مه کړه
که مې سر د پرې کوو یې که د دار
محتسب باندې ور وتړه له مخې
چېرې لاره د جومات چېرې د یار
زه هغه د سرنوشت یاغي بیړۍ یم
چې بې تور توپانه نه لري قرار
دا د کوم ښایسته غم په میو مست یم
چې خندا مې ښکاروي د زړه پرهار
پر تارونو جادوگرې گوتې تاو کړه
مغني پر رباب وغځوه تار
یوه نوې نغمه سازه کړه د ترکو
چې کې نه وي د زړو غمو آثار
هسې ساز چې ریاکار ملا بربنډ کړي
په کې ورقصوي کونه او دستار
ټول عالم ته یې بربنډ کړي چې دی څوک
دی
په مستي کې ورتر غاړې کړي زنار
***
د سړو شپو د غمونو زنداني یم
ساقي تویې کړه پیالې ته سور انگار
سړه لرې مې د زړه په کور اخته ده
بې له دې اوره مې نه کیږي قرار
په زړو میو مې وباسه له عقله
رانه واخله د دې وچې تقوا بار
دغه څه درباندې وشول ارغنداوه
چې ناوه دې شوه د وینو لالهزار
په هر کاڼي دې پرتې د انسان غوښې
په هر گام کې دې ولاړ کلهمنار
له هر کلي دې ناره د وسوم وسوم
پورته کېږي هر ساعت هزار هزار
کوم ظالم اورونه بل کړه په شنو بوټو
چا د ورکې پر لور وایستله لار
لنگوټه دې چا د خاورو د خوارۍ کړه
کوم خائن، کوم بیوطنه، کوم غدار
ولې نهاورې سرې وینې له وَریَځو
څه بېننگه دَی فلک دا بېوقار
ولې نهچوي له قهره ولاړ غرونه
ولې نهلوني اورونه شالمار
د میرویس او د احمد ننگیالي چېرې
ها پخې پخې ککرې د پیکار!
ها سرتېري د گرگین قاتلان څه شول
چا چې واخیست له غلیمه زموږ وار
هغه څه شوو چې مرگو ته په ډَلُو تله*
لکه غښي اورېدل په هر جبار
دا خو خاوره د ننگو او تکلو وه
خدایه ولې په کې ټپ شو نور او نار
چې آسمان ته مخامخ ورته په غېږه
اوسیې ټول غیرت په سپي دَی یا
کفتار
چې پرون یې د تقوا لاپې وهلې
اوس وهي په جوماتونو کې قمار
په کَرَک باندې یو بل په چړو وژني
هلک ونیو ځای د تورې او تلوار
د پټکې شملې یې ځوړندې تر پوندو
د پرتوگ پر ځای اغوستي ټول بازار
د پایڅو خولې یې گز گز، خشتک یې یو
تان
کې ځایېږيدڅوارلس تنه په یو وار
کنداري ته یو هلک او کَرَک پرېږده
ترینه یوسه بیا د سر او مال اختیار
یوه ورځ پر دغو پراخو دښتو سم وو
د احمد د تورو برېښ د یرغل لار
د گربت ځاله د سپیو د جنگو شو
خډل سپی شو وسیله د افتخار
د افغان د سرنوشت د جرگو خونه
میلمهځای شو د چټانو د بنډار
هر چرسي یې په یوه توگه سپکاوی کړي
څوک د خولې ناړې پې لوني څوک نسوار
خدایه څومره دې راواچاوه له بَرمَه
دا زموږه د عزت لرغونی ښار
***
ساقي راکړه پیمانه د بې خودیو
چې گوزار کړمه له خولې نه زوړ افسار
لوڅ به ورشمه د ښکلو نجونو غیږ ته
ما منلی د خرقې د ملا دار
دا به څرنگه سرتېری شرابي وي
چې د پټو لمبو نه کوي اظهار
اوس نو راکه دا د پوړندو جامونه
چې تسکین کم پې دردونه د خمار
د غمونو په ترخو ترخو گوټو کې
رارسیږي پیغامونه د دلدار
د زندان ویرانه ټوله یارانه ده
په صحرا کې مجنون نه ورکوي لار
گوره گوره د پۍمخو جونو خدایه
ما په زړه کې پټ ساتلی ښکلی یار
که لیږ ووتم له دې تپې تیارې نه
ټول جهان به یوه شغله کړم د دیدار
که په غم رنگینه نه شي مینه څه ده
منصور څوک دی که منظور نهشي د دار
***
دا حتمي وه چې دا ښکلی وطن اور شي
په کې وسوځي لرغونی استکبار
د عذاب چاړه یې لاړه تر هډوکو
که یې زر واره تکرار کړ استغفار
دا هماغه د پوښتنو عرصات دی
چې کې ښکېل دی که مزدور دی که بادار
دا سزا ده د همغو لویو خیټو
چې کې تللې دارایي د هر نادار
دا ځواب دی د همغو ږیرهورو
چې غیرت یې ټول په سپي دی یا کفتار
دا د هغو څپړاخو نتیجه ده
چې سردار صاحب وهلی پې خرکار
دا د هغو مظلومیو سرانجام دی
چې په سرو وینو یې پیل کړ بهار
***
انسان څه دی مساپر د امیدونو
ژوندون څه دی یو دوام د انتظار
چې ډوبیږي په ماښام د غرو سرونه
زه کومه د راتلونکې سحر څار
شهیدشوي گل ته خاندي په هر گام کې
د راتلونکې آزادۍ هار و بهار
زما زړه د ارمانونو گلستان دی
«که خزان ورباندې راشي که بهار»
هر یو زَړَی د مراد چې په کې کېږدم
ترې جگېږي سره گلونه د پیکار
خدایه ځنگه دې له کلکو خټو جوړ کړم
هیڅ جلاد ته مې ورنکړ خپل اختیار
یا به دا وچه ککره د غرور کړم
یا به واچوم له تنه دغه بار
د میړه تندَی چې کوز شي حادثې ته
بیا یې څه عزت د سر څه د دستار
لنډهکی ژوند مې د ننگ په کار کې
تېر کړ
هره سایې ځانته بولم افتخار
په میړانه بې قربان کړمه تر خلکو
که میلیون واره مې عمر شي تکرار
***
ساقي راشه هغه اور راباندې وچښه
چې مستي ته ورکوي نوی وقار
د صهبا سین ته زاړه غمونه پرېږده
پې لاهو که د زړې نړۍ ناتار
دا عاشق زړونه چې عمر ساړه کړي
راتاوده کړه د زاړه می په مقدار
چې هر گوټ یې د زلمي عقل صیقل شي
د خاطر له ښيښې لرې کړي غبار
چې دا ورک بارکزیي په کاږه ورک
یو وار راولي د عقل په معیار
چې دا خره پوپلزايي له واکه تللي
بیا تاوده کړي د مردۍ په کاروبار
چې قوي کړي ستړي زړونه د هوتکو
چې رانوې کړي زَړَه توره د پلار
چې دا توخي او نورزي څه میړني شي
پې روښانه شي وطن او وطندار
اڅکزي الکوزي له ناني خلاص کړي
مهذب خراباتي شي د دیدار
***
خدایه زما ولس ته هغه توفیق ورکړه
چې په تېغ د دښمن نه شي تار په تار
د وطن په مينه ووزي له خپل ځانه
سره لمبه شي په کې تنده د ایثار
چې سینه یې د غیرت آتشفشان شي
سوړ گوگل یې د سکروټو لالهزار
په پردي وره کې یې مه ټیټوې سترگې
چې آزاد جهان ته نهشي شرمسار
پولادي مټې د جنگ لهپاره ورکړه
بېقوته تشې مټې څه په کار
که په مټ کې شیرشاهي قوت ورنهکړې
څه په کار دي تشې ونې د چنار
هیڅ دښمن ته لاس ورنهکړې پاکه ربه
چې د دوی په سترگو خښ شي لکه خار
زما دعا ته د عیسی معجزه ورکړه
چې راپاڅوي له خاورو مړه احرار
خدایه ته یې بیا کعبه کړې د میړانو
دا په خپلو وینو ډوب دا کندهار!
کابل، پلچرخي ۱۳۵۸
د ۱۳۵۷ هـ ش کال د حوت په شلمه ورځ، د کابل په ښار کې، د حفیظ الله امین په تجویز د پلچرخي په زندان کې بندي او په اعدام محکوم شوم. د اوسپنیزو تړلیو ورونو شاته، په لوڅ، ساړه او تیاره سلول کې، له هوا، رڼا او طبیعت نه لرې د ماښام د لمبه شوي غروب د سکروټو، د پسرلنیو دښتو د ګلینو لمنو او د غرونو په رغلیو کې د خپرېدونکې لمر د لمبو تصور، د الهام څپو ته ورکړم او دغه قصیده مې ولیکله، ما هغه کندهار ته، د پښتنو تر ټولو ننګیالي، برکتي او مشر ښار ته اهدا کړه.