...

کامګار خټک

زما غوندې به نه وي مخمور په ميخانه کې
 نه تا غوندې صنم شته د آذر په بتخانه کې

په زلفو کې دې بند کړم چيرې نه وي چې مې خلاص کړې
 زه خوښ يم دلربا تل په دا بندي خانه کې

ما زار د خپلې مينې چا ته نه و ښکاره کړی
 رسوا کړم خپلو اوښيو په دا درسته زمانه کې

هميش به يې په شمع جانګداز و هسې کله
 که نه وي خپله مينه لکه اور په ويرانه کې

مخ دې لکه ګنج دی پرې مارونه تورې زلفې
 مونده شي تور مارونه تل په لويه خزانه کې

د عشق له برکته دام و دد، د ده خدمت کړ
 که حال د مجنون واورې د ليلی په افسانه کې

ګلونه يې په شمع جامې څيرې په بدن که
 عجب اثر پيدا دی د بلبل په ترانه کې

چې منع زما کاندي د دلبرو له جواره
 هرګز نه وينم چارې د انصاف په فرزانه کې

کامګار يې ليونی کړ په غمزه د تورو سترګو
 څه عقل شعور غواړې اوس په هسې ديوانه کې