

کامګار خټک
چې
تر غوږ يې د مرګ غږ شي
ګونګ په ژبه کوڼ په غوږ شي
عاقبت
به شي ترې پاتې
که په لاس يې لور په شپږ شي
سږ
تر تېرو کالو
بل به لا ستر تر مږ شي
د
ځوانۍ هوس خطا دی
چې د زنې ويښته کژ شي
کامګار
مخې ته ور درومي
چې د غم د سورو غږ شي