...

کامګار خټک

د سړي زړه په خلوت کې منور شي
 قطره ځان ګوشه له بحر که ګوهر شي

چې نګين غوندې خپل ځان که په حلقه کې
 نام د نېکو به يې لاړ په هر کشور شي

چې پښې ونغاړي د صبر په لمن کې
 باوقار به په جهان کې لکه غر شي

چې غر کوز د تعلق کاندي له سره
 بې پروا يې لکه خس په موج ګذر شي

څوک يې مخ ته يو نظر د مهر نه که
 د آفتاب په څېر چې ګرزند در په در شي

د بدانو له صحبته حذر بويه
 نور د نمر له ذره ابره مکدر شي

هر يو څاڅکی يې د اوښيو دردانه دی
 چې شبنم غوندې ګريان سحر سحر شي

د تقوا توښه په کار ده نه د زرو
 زر دلې هورې سړي و ته خطر شي

قال بې حاله هيڅ په کار نه دی کامګاره
 دا کوښښ کړه چې دې قال تر حاله ور شي