...

کامګار خټک

د خپل يار د مينې درد مې د زړه قوت دی
 قوت مې خپل خون ځيګر لکه ياقوت دی

که ناصح و ما ته پند وايي معذور دی
 چې يې عقل لاړ له سره شه فرتوت دی

چا ته راز د مينې نه شم ښکارولی
 عشق مې ايښی په خوله مهر د سکوت دی

چې په تيغ د يار د سرو سترګو شهيد شو
 تر ابده هغه حی لا يموت دی

اوس همه د يار په سترګو کې ليده شي
 هغه سحر چې ياد شوی د هاروت دی

په وفا په مهر ښکلی دی صفت شي
 تر بې ياره چينار غوره باردار توت دی

نور عالم خپله خوښي خندا هوس کا
 کامګار ناست د عشق په غم کې وچ تابوت دی