

کامګار خټک
چې
په کښت يې ستا د لطف باران نه شته
په نصيب يې هيڅ دا نه د ايمان نه شته
چې
له شره يې خوار خلک ايمن نه وي
د هغو په دواړه کوَنه امان نه شته
ځان
هاله د ګناهونو په بار لېږده
که ستا ټول د عدالت په ميزان نه شته
د
عیسی غوندې چارم آسمان ته خيژه
که په پرو د اخلاص دې نقصان نه شته
د
غم غشی څه عجب تر خاطره پريوځي
چې په تن يې هيڅ اثر د پيکان نه شته
په
هغو باندې تياره شوه تر ابده
چې يې نمر د عشق د زړه په آسمان نه شته
هر
طبيب ته چې زحمت ښيم دا وايي
چې ستا بې د يار له وصله درمان نه شته
که
خپل سر د تش ديدن په بهار وکړم
بيا ويل کړې بې علته ازار نه شته
بې
د ښکليو له ديدنه په دنيا کې
د کامګار خټک په زړه کې ارمان نه شته