...

کامګار خټک

چې په بر که سور لباس
 لوټه وي زړونه مواس

زما زړه دې درست سوری کړ
 د مژګانو په الماس

نظر نه کاندي له کبره
 پسې ګرځم سر په لاس

زړه مې ستا و، هم تا يووړ
 دا رنګ بويه حق شناس

يار څه هسې ښکلی نه دی
 چې يې وکاندي څوک قياس

شپه او ورځ د تا دلبره
 زه کوم حمد و سپاس

کله وکړه د زړه مهر
 څو په خوله کړې تش لباس

درست جهان يې توره شپه کړه
 په لوګيو د انفاس

کامګار کړی نه شم له غمه
 امتياز د چپ و راس