...

کامګار خټک

ستا چې کرهوۍ غوږ د کبریا  پاس
 څه به اورې د خوارانو التماس

ترحم چې په خوارانو باندې نه کړې
 ستا په خپلې خوارۍ نه کيږي وسواس

هغه شان به واورې ته له زورورو
 چې کمزوري ته ويل کړې کوز و پاس

تېرې شوې ناکړدې به فراموش کړې
 که دې وليدې ناپسندې د عباس

دا متل دی چې کرې هغه به ريبې
 د عمل جزا مونده شي لاس په لاس

په جنت کې به هغه خوشې هوس کا
 چې نګاه لري په غير و خپل حواس

همېشه کړه دستګيري د عاجزانو
 که پايه غواړې د خضر د الياس

د اخلاص کوټ که چاپير له ځانه، نه کړې
 د ايمان وخت به دې لوټ کاندي خناس

لکه تللې اوبه نه راځي په بيارته
 که څوک وکاندي د خپل ژوندون قياس

په دا عمر څه اميد کوې کامګاره
 چې يې ايښی دی په باد باندې اساس