...

کامګار خټک

چې خبر شوم ياره ستا د عشق په راز
 له جهانه چشم پوش شوم لکه باز

نياز به زه کوم چې تا و ته عاجز يم
 ته کړه ناز چې لياقت لرې د ناز

مينې تا و ته بنده زرخريد کړم
 لکه ځان محمود بنده کړ د اياز

ستا له مينې مې عالم واړه جار باسي
 ولې نه لګي په ما د دوی اواز

چې هميش له ما نه بد وايي و تا ته
 ژبه بند شه په ژوندونې د غماز

په فلک کې نمر ځان ډوب کا په کوه کې
 که احوال د زړه کامګار کاندي اغاز