...

کامګار خټک

زړه درنه په زور چا يووړ؟ يار يووړ
 له تنوره دا اور چا يووړ؟ يار يووړ

چې دا هسې بې مجاله په ځای پروت يم
 قوت توان راځنې چا يووړ؟ يار يووړ

چې په زړه مې و زرغون د صبر زړی
 د ابرو په تورو چا يووړ؟ يار يووړ

هر متاع چې مې د زهد د تقوی و
 د دوو سترګو په تور چا يووړ؟ يار يووړ

چې په ما باندې دا شان توره تياره شوه
 چراغ د سترګو د کور چا يووړ؟ يار يووړ

په ليدلو زاهدانو زه معذور کړم
 له ما غم د پيغور چا يووړ؟ يار يووړ

... هر ساعت وايه کامګاره
 زړه له ما نه په زور چا يووړ؟ يار يووړ