

کامګار خټک
له
ګوګله زړه جانان راڅخه يووړ
عشق يې غم د دل و جان راڅخه يووړ
چې
يې خيال زما په سر کې همېشه و
ترکو سر په دا تاوان را څخه يووړ
که
مې زړه کول د صبر داستانونه
آهو چشمو په دستان راڅخه يووړ
په
چوګان د تورو زلفو هغه کښلې
ګوی د زړه يې په ميدان راڅخه يووړ
هومره
ژاړم زه د عشق له ډېره غمه
خجالت ابر نسيان راڅخه يووړ
هسې
عشق لرم بې صبره بې سامانه
چې يې واړه سر سامان راڅخه يووړ
زه
کامګار ځکه رسوا لکه مجنون شوم
چې درست عقل دلستان راڅخه يووړ