...

کامګار خټک

نن بلبل دا رنګ په سر د ګل زار زار کړ
 چې را پورې محبت د ګلنار نار کړ

شيخه څه په ګنج کې ناست يې تماشه کړې
 بيا د هر دلبر په غاړه بهار هار کړ

د سبا باد يې پلو له مخه واخيست
 دا منت يې په ما څومره انبار بار کړ

هر څوک غم د خپل غمخوار هميشه کاندي
 تا له خپله لاسه ولې غمخوار خوار کړ

په ملال کاته د ستا سترګو بيمار کړم
 تورو زلفو له دې اړاند په بيمار مار کړ

نور دې څه وېره ښه يې راته رقيبه
 چې قبول په عشق کې ما د دلدار دار کړ

زه کامګار يې ځکه وويستم له عقله
 چې ما خوښ د زړه په غوړو هوښيار يار کړ