...

کامګار خټک

دا څه بده زمانه شوه فساد دهر
 چې نصيب د نادان نوش د دانا زهر

د فاضل په مضايق کې مسجون دی
 آرازل هوا، هوس کاندي د شهر

د خوښۍ هنګام به را نه شي په بيارته
 لکه نه راځي اوبه تللې د نهر

خبر واړه په رفتن د عمر کاندي
 چې صدا کاندي ګړيال پهر په پهر

د دنيا ناوې به څه کړې که هوښيار يې
 چې له شوبه غواړې دين بدل د سهر

بار تړه ياران ولاړل تر منزله
 سحر خيز جرس نارې وهي په جهر

په خدمت د مولا مټ کوه کامګاره
 کم خدمت بنده ته کاندي څښتن قهر