...

کامګار خټک

د يار مخ هر لور جلوه که لکه نمر
 نه يې ويني غافلان لکه شپر

عارفانو په خپل کور کې آشنا بيا مونده
 کم دليل ورپسې غواړي سمه غر

په خوږو به دې مراد نه شي کاميابه
 څو په صبر کې ځان نه کړې مستقر

په دا دروند صورت به تېر په صراط نه شې
 څو خپل ځان په رياضت نه کړې ډنګر

د ګومان له ګردابونو به خلاص نه شې
 څو دې خضر د یقين نه شي رهبر

د مجاز په صورت څرنګ ښايسته يې
 په معنی کې يا لېوه يې یا بقر

په هغه جهان به خلاص وي له عذابه
 که دلې که پيروي د پيغمبر

چې که طمعه له ګدايه ګدايان دي
 په دا څه شو که په سر لري افسر

چې له نهې هميش ځان ساتي کامګاره
 په دنيا په دين هغه دي بختور