

رحمان بابا
دا
واعظ چې وعظ کا په منبر بر
د ګناه په سيند تر ما دی بتر تر
چې
يې رنګ ښايسته نه وي ښه به نه شي
که بدرنګه ناوې دوست که ميزر زر
که
په خوله سره يوشان ياديږي څه شو
کله سم وي د باز پر د شپر پر
چې
دعوه د يار د قدر که په دروغه
وه به نه ويني هرګز صنوبر بر
نور
به لاف د لطافت سمن و نه کا
که يې وليده زما د دلبر بر
د
خوبۍ ملک دې واړه مسخر که
ستا په مخ وينم زه د ظفر فر
که
په عشق کې عاشقان واړه ابتر دي
ولې زه شومه په عشق کې ابتر تر
چې
ژړا کړم نيمې شپې سحر آهونه
نيمې شپې مې ساړه وژنې سحر حر
اوس به څه د سر خطر کوې کامګاره
چې د عشق په لاره درومي حذر ذر