...

کامګار خټک

په طلب د خپل دلدار 
 ګرځم زه په هر ديار

بې د ښکليو له ديدنه
  نور مې هيڅ نه دی په کار

که په يار کې څه وفا وي
  ما به نه ژړل زار زار

بې د يار له زیبا مخه
 نه مې شي صبر و قرار

هسې وسوم د يار هجر
 چې مې مرګ ته شو تلوار

چې مې ګنج د عشق روزي شو
 تر شاهانو شوم مالدار

په جهان تر عاشقۍ
 لویه نه شته بله چار

د ساقي پياله مې نوش کړه
 له وجوده شوم ويزار

په ژړلو زما ګوره
 ترحم نه که نګار

قدسي خم لکه د نون شو
 د دلبر په انتظار

تل ياران جدا کوينه
 دا فلک دی ستمګار

د خوبانو له وصاله
 بهرمند نه شو کامګار