...

رحمان بابا

بيا به څه که هسې يار ظلم جور په ما خوار

ا لا طمعه کړه د وصل په هجران شوم ګرفتار

د دلبر په طلب ګرځم په هر ملک په هر ديار
 سر بازم محنت اخلم ستا د حسن په بازار

ستا د مخ په ګلستان کې نارې کړم لکه هزار
 بې له تا مې قرار نه شي له ما مه درومه زنهار

درسته شپه له ډېره غمه کړم ژړا نارې چغار
 د زړه مينه مې شوه کمه بې له ښکليو په وار وار

څه تقصير مې دی بیا کړی چې مې مرګ ته شوې تيار
 ما په عمر نه دی کړی بې له عشقه بل روزګار

يار له عمره بهره مند شه

 دا دعا کاندي کامګار