...

کامګار خټک

شوم په دام د زلفو بند
 ښه چې نه مې واخيست پند

عشق دې اور وه زه ور ګډ شوم
 باکوبان لکه سپند

ما دې رب کړي تر ابده
 ستا د عشق په درد دردمند

سروې کله ستا په څېر ده
 بې تر سروې سر بلند

تر خبرو دې دلبره
 زار قربان شه د هند قند

لکه څوک په ښادۍ خوښ وي
 زه يم ستا په غم خرسند

درست جهان په کې بندي شو
 دا ستا مينه شوه کمند

لکه ستا شونډې دي، نه شته
 په شکرو کې دا خوند

يار زما يد بيضا شي

چې را ياد دې شي مړوند

ښکلی بويه لکه ته يې
 خودنمایه خود پسند

کامګار د سرای په مثل

 نه شيراز دی نه خجند