...

کامګار خټک

شکر شکر چې مېوه د غم له شاخ
 ما د عشق په باغ کې وخوړه فراخ

د هجران په زلزله شوې دړې وړې
 بې بنياده وي هر ګوره د وصل کاخ

د هجران په باد به وږې شي بلبله
 نن د ګلو ننداره کوه ګستاخ

په دوران د ما د سرو شونډو ميګون
 د حيات د اوبو چار شوه انتساخ

په ژړا مې د يار زړه کله نرميږي
 په باران نه شي سبزه له سنګلاخ

نه چې زړه مې ستا د عشق په خم سورۍ شي
 د ګوهرو قيمت څه وي بې سوراخ

په کامګار باندې بې ياره جهان تنګ دی

 که دنيا ده نور عالم و ته فراخ