

کامګار خټک
که يو ګوټ وخورې د عشق د جام له راح
ځان به خلاص کړې د هوا له مستراح
که
ځې يار ته اول پر د عشق پيدا کړه
په دا لار نه شي څوک تللی بې جناح
يار
مې روح دی په معنی چې له ما دورمي
زه به څرنګ ژوندی پايم بې ارواح
د
غفلت له تاريکۍ نه به مې خلاص کړي
که په زړه کې مې شي بل د عشق مصباح
حال
د ملک د ملکوت به ور عيان شي
چې په لار د معرفت يې شي مفتاح
ما کامګار بې عشق نه دي څه لوستلي
تل شبق اخلم د مينې له ارواح