...

کامګار خټک

لکه زړه زما په جور کړ جانان غوڅ
 هسې نه که کافر تېغ د مسلمان غوڅ

په فراق يې هزاره هزار پاره شه
 په جفا چې کړ ودان خاطر خزان غوڅ

چې بلبل په وخت د ګلو ترانه کړه
 زهره که د چنګ نارونه په آسمان غوڅ

سر به هسک نه کړم د ښکليو له آستانه
 که يې سل سره پراته وي په آستان غوڅ

هسې نه چې درخو نه وه دل افګاره
 که د عشق تورو کړ زړه د آدم خان غوڅ

د خسرو سره د شیرینې هم بالین و
 فرهاد سر که د شیرينې په هجران غوڅ

هغه زړه چې د فلک په ښادۍ ښاد شه
 هم فلک به يې آخر که په ارمان غوڅ

چې د شمع نسبت که د يار له مخه
 د هغه شه په مقراض سرد زبان غوڅ

د مراد جوهر به نه مومي په عمر
 څوک چې نه که په الماس د طلب کان غوڅ

چې يې منع کړ کامګار ستا له ديدنه
 په تيره توره دې سر شي د دربان غوڅ