...

کامګار خټک

د زړه غم که زما هسې شان ګوګل وچ
 لکه ډېر ساړه د ژمي کا شين تل وچ

وچې شونډې وچ ګوګل سترګې بې نمه
 هجران راکړه ټول د تاندو په بدل وچ

هسې شان شوم په ډېر غم زېړ او زبېښلی
 لکه ناست وي د مغلو يرغمل وچ

د عشق غم خو په دردمنو پسې ګرځي
 اور نور څه غواړي چې بيا مومې ځنګل وچ

که د يار په خوږو شونډو ومرم خوږ يم
 لکه مچ چې مړی پروت دی په عسل وچ

چې همېش زما نه بد وايي و يار ته
 تر نور ځان شه د رقيب زبان اول وچ

د يار هجر په ما هسې چارې وکړې
 لکه اور کاندي نابود د وښو ټل وچ

پس له مرګه هم د نېکو نيکي رسي
 درد سر درومي و خلکه په صندل وچ

تر هغه د يار طلب کوه کامګاره
 څو دې نه دی تن په ګور کې په اجل وچ