

کامګار خټک
ښايي
دلربا له چې له ښکليو اخلي باج
ځکه چې په سر يې د خوبانو لکه تاج
د
دو مستو چشمانو دې برهم ختاختن کړ
زلفو دې له چين ماچين واخیست خراج
خط
دې لکه خضر خوله د تا آب حيات ده
قد دې لکه سروه، ملا وېښته، تن لکه عاج
مخ
دې منور دی لکه مه يا سپوږمۍ
تورې زلفې ستا دي لکه توره شپه د داج
خوله
د تا ور کړې د بقا آب حيات له
سرو شونډو دې قند کړه د هند واړه بې رواج
ولې
سنګدلې کړې ما توې مې زړه دلبره
زړه زما هر ګوره ډېر نازک دی تر زجاج
مرم
چې لرې ووځم د قربت په اور دې سوځم
څرنګه به څوک کاندي اوس زما د رنځ علاج
ګډ
د عشق په سيند وم ستا د هجر باد را والوت
خلاص به ځنې نه شم دا درياب شه غم مواج
شک ګومان دې مه کړه چې زندان به وي پرې باندې
بې له تا دلبره که کامګار کيني په راج