

کامګار خټک
الغياث
ياره له تا نه الغياث
چې دې زړه يووړه له ما نه الغياث
چې
په خپله ګل نهال، بيا يې وکاږې
د دې دور له باغبانه الغياث
چې
په ګل کې يې هيڅ بوی د وفا نه شته
د جهان له ګلستانه الغياث
راشه
ګوره چې د يار په عاشقۍ کې
شوم بې سره بې سامانه الغياث
واړه
وينې د مظلوم دي چې ترې اوري
د دې دور له بارانه الغياث
د کامګار زړه به کشش يوسي له تنه
هغې ترکې دا ستا نه الغياث