...

کامګار خټک

په خندا مې يار په غېږ کې چې خور پرېووت
 د غم سنګ د رقيبانو په کور پرېووت

هغه زړه ته څه ښادي ده چې عشق راغی
 د ورېښمو و امبارو ته اور پرېووت

ما ته مينه د يار مه غنده ناصحه
 بينايان دي فهم وکا که کور 
پرېووت

شور او شر مې دې هېر لاړ نه شو له سره
 که رانجا شو تورې خاورې په شور 
پرېووت

اوس به غم د يار له مينې کړم يوازې
 په غم غم خوړل له برمه غم خور 
پرېووت

ستا کږې وروځې که نه غواړي له خدايه
 په محراب کې زاهد ولې نسکور 
پرېووت

نمر په خپل ښايست هر ګوره ډېر غره و
 خو چې ستا جمال يې وليده نور 
پرېووت

که دې خال په بوسه وران کړم څه نقصان دی
 ستا د حسن له شکره يو سور 
پرېووت

چيرې نه وي چې يې وکاږې په سهوې

 کامګار ستا د زنخ چاه ته په زور پرېووت