

کامګار خټک
تېر مې عمر شو د یار په تمنا
دا مراد مې فلک کله کړه روا
لکه
مخ زما د يار ښکلی زيبا دی
هسې نه دی د فلک آفتاب زيبا
بې
له ياره که په سيل د بهار ځم
هر يو ګل شي د باغ اور لګي په ما
نه
پوهېږم چې مې کوم ګناه ده کړې
چې يې وويني له ورايه ځي په شا
په
درګاه يې همېشه ورته ژړا کړم
هيڅ زما د ژړا نه لري پروا
که
له غمه مې خبر شي دا وګړي
تمامي جهان به ډک شي په ژړا
ډېر
عالم يې لاندې شوی دی تر ژامې
دا فلک دی په مثال د اژدها
چې
آشنا يې که له ځانه هم هغه خوري
په معنی کې دا دنيا ده د يوحی
له دنيا نه که وفا غواړې کامګاره
اول ورشه په لاس راوړه کيميا