...

کامګار خټک

په درياب د فکر ګډ جهاز زما
 ښه چې خلکو ته ښکاره شه راز زما

اور په سر مې لکه شمع بل دی خاندم
 چې همېش دی له دې سوزه ساز زما

چې په غم کې د زړه سود باندې کومه
 سينه چنګ شوه زړه زما شهباز زما

لکه باز چې په خپل ښکار پسې پرواز کړي
 تل د يار په لوري دی پرواز زما

همدم ځکه په هجران کې شوم له هجره
 چې بې غمه نه شته بل دمساز زما

په دربار يې تل نارې فرياد کومه
 ولې اوري دلبر آواز زما

راته وايه چې راز چا و ته ښکاره کړم
 په جهان کې نه شته يو همراز زما

چې يې بېل کړم له دلبره تل دعا کړم
 رب کړه خوار په دين دنيا غماز زما

کم دليل به يې بيا نه مومي باور کړه
 لکه لوی بحر آنجام آعاز زما

چې بې زرو مې ځان لکه بنده کړه
 زه محمود شوم ګويا یار اياز زما

په کامګار يې د پيالې عنايت وکړه
 راشه ګوره يار مسکين نواز زما