...

کامګار خټک

له عشقه نه شته بل روزګار زما
 دا نصيب شه په ازل دا دار زما

هر چې کړې ورپسې ځمه بې اختياره
 مينې رانيو تمامي اختيار زما

بې دې تا له خط و خاله هرګز نه شته
 ستا د مخ په درس کې بل تکرار زما

مياشتې ځان که د اس نعل ميخونه ستوري
 چې د ناز په اس شي سور شهسوار زما

که په دم سره يې مړی ژوندی کيږي
 ما ته ځان کاندي نادان هوښيار زما

يو زمان به دې له مخه جدا نشم
 که تقدير وي لکه دی اختيار زما

ما پټ حال د محبت لاره په زړه کې
 ډيرو اوښيو کړه ښکاره اسرار زما

ساقي بيا مې په يوه پياله مدهوش که
 تر حد تېر شو د هجران خمار زما

بل غمخور په عشق کې نه لرم بېدرده
 درد د زړه دی همېشه غمخوار زما

په جبين چې يې د چين نقش ليده شي
 بيا په څه دی آزرده دلدار زما

زه کامګار به دې له عشقه توبه نه کړم

 که منصور غندې شي سر په دار زما