...

عبدالقادر خان خټک

سخ د هغه زړه چې کا اشغال د محمد
 بخت د هغې خولې چې لري قال د محمد

بې له يوه خدايه چې کمال دی د ده علم
 نور چا ته ښکاره نه دی کمال د محمد

وخوت موسی په طور، «فاخلع نعليک» حکم پرې وشو
 عرش هم مفخر شو په نعال د محمد

سر به یې د فخر تر اووه اسمانه تېر شي
 هر چا له اخلاصه شي پایمال د محمد

خدای چې څه د خدای دی، همګي واړه د ده و
 څه شو په ظاهر که نه و مال د محمد

نور نبيان به واړه د ذرې په دود څرګند شي
 وبريښي چې نمر غوندې جمال د محمد

خال چې په مخ کيږدي يو په سله حسن زيات شي
 ځکه خال د حورو شو بلال د محمد

په ورځ د قيامت چې خلایق واړه حاضر وي
 هاله به ښکاره شي جاه جلال د محمد

وایي چې که حُب دې د خپل خدای پريوځي په زړه کې
 حُب په محمد کوه په آل د محمد

خدای د ده له رويه تمامي خلق پيدا کړه
 ده هم بې له خدايه همګي واړه تر شا کړه

خدای دې صفت کړي په قرآن د ابوبکر

 فرضه ده ثنا په انس وجان د ابوبکر

بې له دې چې مال او ځان یې ځار تر محمد کړي
 نه وو په خاطر کې بل ارمان د ابوبکر

بوی به یې د خولې د وريتو غوښو همېش تلنه
 تل د عشق په اور و زړه بريان د ابوبکر

استاد د انبياء شو عالم د ده له رُخه
 ادب یې در همېش په دل و جان د ابوبکر

ځکه انبياء، ارزوي د ده امت کړه
 چې ځير یې کړ په لوح محفوظ شان د ابوبکر

تل یې په دوستانو باندې رحم د رحيم وي
 يار یې وي په لعن دښمنان د ابوبکر

نور عالم مشتاق وي د جنت، جنت د هغو
 هر چې دی له صدقه مشتاقان د ابوبکر

فقر یې موندلی و د پاک نبي له فقره
ځکه بادشاهان شول ګدايان د ابوبکر

خلاصه یې په رُوی د محمد له ما نه مه کړه
لاس می لګولی په دامان د ابوبکر

هيڅ حاجت یې نه غوښت ده په خدای راوړو صديق
 ځکه سر دفتر د اولياء شو صديق

پس چې له صديقه په صفت د دُره دار شه

 هغه مسلمان سړی سِنيانو سره شمار شه

حُب یې په سړيو په پيرانو باندې فرض دي
 هر څوک چې یې حُب نه لري دلې هورې خوار شه

دين د اسلام بيا مونده قوت د ده له دينه
 دارنګه قوت به په قوت د کردګار شه

سخت په کافرانو وو تر زړه د کافرانو
 نازل په باب یې ځکه اشداء علی الکفار شه

له غشيه یې له ورايه لکه سيل د کارغانو
 د لښکر د کافرانو په ليدلو تار په تار شه

هسې رنګ آيت پرې جيرییل له خدايه راووړ
 هر چې به په وخت د مشورت د ده ګتفار شه

کله چې به دی د خدايي لپاره په غضب شو
 شیطان به په کروهونو له هغه ځایه فرار شه

صِدق د صادق که له صديقه مخ ښکاره کړ
 عدل د عادل د ده په عدل کې اظهار شه

عدل چې د ده لکه آفتاب په جهان وخوت
پټ په سو راخونو کې ظالم شب پرک وار شه

پاک نبي ویل چې پس له ما که پيغمبر وي
 روخ ده چې هغه هم د خطاب زويه عمر وي

فرض لکه په خلق باندې تفصيل دی د شيخين
 هسې رنګ واجب دی محبت د ختنين

دوه ځله چې نور د نبوت باندې تابان شه
 ځکه مخاطب شه په خطاب د ذِي النورين

بحر و  سخا و، غر د حِلم، کان د شرم
 ايښی یې قدم و د همت په فرقدين

تخمير یې د طينت و د جنت په شهدو شوی
 تلخ یې چا ته نه وتل هرګز له شفتين

ځير به یې له شرمه و هيچا ته کتی نه شو
 تل به یې پخپل کنار نظر و د عينين

عمر یې تمام په خوشنودي له خلقو تېر شه
 کړ به یې په هر ساعت طاعت د ثقلين

خدای چې «رُحماء بينهم» و ده ته ووې
 ځکه یې په خوی د رحمت بياموند زيب و زين

يو یې له دنيا نه واخیست بل یې له عقبی نه
 بيا یې موند وصال د خپل مطلوب په قد مين

لاړ که له دنيا نه په سرو وينو رنګولی
 ګرځي په ګلزار کې د جنت په شِين شِين

جمع د ضديق که هر چا ته وې محال
 دين او دنيا جمع کړه و ده ته ذو الجلال

رفض نه دی خلقو محبت د مرتضی
 خدای دې و ما ته راکړه په حرمت د مرتضی

لا به تر ده مينه په ابوبکر په عمر کا
 وې یې چې په زړه کې مؤدت د مرتضی

هر چې یې په زړه کې بغض پروت وي د شيخينو
 تل وي په هغو  باندې لعنت د مرتضی

نشته هسې رنګه بل يو ځان لکه علي
 دارنګه خدای کړی صفت د مرتضی

ځان یې د هجرت په شپه ایثار تر محمد کړ
 خدای ستايه فرښتو ته فتوحات د مرتضی

کوټ یې د خيبر په تنها ځان کړ درړې وړې
 زيات دی تر بيانه زور قوت د مرتضی

نبي د علم ښهر دی، دی ور د هغه ښهر
 ګوره چرته لاړ شو فضيلت د مرتضی

وبښه خپل خدای عبدالقادر له ډېره فضله
په روی د مرتضی په ذريت د مرتضی

ستوری د هدی دی د رسول واړه اصحاب

 راضي وي خدای له ديو نه رحمت یې په احباب