...

عبدالقادر خان خټک

درېغه درېغه د دنيا خونه تالا کړې
 په ژوندوني ځان بدتر تر خاورو لا کړې

د غرڅه غوندې له خلقو تښتيدلی
 ځان له واړو آشنايانو ناآشنا کړې

چې په مرګ سره له ځانه جدا کيږي
 هغه واړه لا تر مرګ پخوا جدا کړې

يو ساعت مه وی فارغ د ځان له غمه
 په هوس مې د همه خلقو خندا کړې

لېونی شوې چې چا نه پرېښوی و دَر ته
 وداني د جهان واړه پسِ شا کړې

مخ په بيدي بيديا ونيوی ژړلی
 د صحرا د ونو پاڼې پټ خوړلی

چې آخر دې له فاني جهانه تله شته
 څه پکار که دې په کور کې سپين او سره شته

که په تخت د پاسه کیني بادشاهي کړې
 عاقبت دې بيا له تخته پرېواته شته

که لښکر دې تر حساب تر شماره تېر شي
 ګومان مه کړه چې دې بې عمله مله شته

جمادات د جدايي له غمه ژاړي
 ستا له هيڅکله نرمي د خاطر نه شته

ورځ په ورځ شیرين ياران درځنې درومي
 وچوې دله! چې لا ستا خواب وخواړه شته

مخ په بيدي بيديا ونيوی ژړلی

 د صحرا د ونو پاڼې پټ خوړلی