...

عبدالقادر خان خټک

خدای دې تل لکه خپل نوم لره خوشحاله
 خوشحالي یې په نصيب کړه لا يزاله

خردمند، نېکو سيرت، نېکو مقاله
 خود پوهيږي، هيڅ پښتون یې نه و د سياله

ورکول یې بې منته د حاتم و
 ورته يو سفال و سنګ دينار درهم و

وایي په ځان د هغه چا په ده کرم و
 ورځ و شپه به یې کاوه باندې ازغاله

شرم ننګ لکه د ده و د چا نه و
 شجاعت لکه رستم هسې د ده و

شور و شر یې تل د مينې پروت په زړه و
 شان د ده دی در ښکاره دده تر قاله

حال د هر سړی ښکاره دی تر مقاله
 حل د هر مشکل کاوه شي له امواله

حد د چا چې یې ځواب کاوه له قاله
 حقيقت په مجال نقل دی محاله

خار د سترګو د دښمن پخپل بهار و
 خاموشي حِلم یې ډېر درله بُردبار و

خپل پردی له ده همه شکر ګزار و
 خټک درست دده په دور وو نهاله

اندېښنه یې وه هر ګوره ډېره لويه
 اجنبي به یې کم نه ګاڼه تر زويه

افغان ده غوندې چې وزيږي بل بویه
 آزاده وو هيڅ یې نه ووړ مال مناله

نوم یې لاړ وو تر دکن تر قندهاره
 نه وو بل هسې نامي له زمينداره

نيم درهم یې هم کور نه ساته له عاره
 نور یې هيڅ نه وو د ده، بې توری ډاله

خېلخانه ورځنې واړه وه خوشنوده
 خوش خرم وو همګي د ده له جوده

خاص و عام ووتل سودمند د ده له سوده
 خوش کلام و، خوش معاش و، خوش خصاله

تواضع یې د هر چا کړه بې مقداره
 تر اندازه کم زيات نه و د ده کار

تل به ده کړ کبرژن په کبر خوار
 تکبر په کبرژنو دی ملاله

کلام ډېر د ده شيرین و تر نباته
 کم د ده تر خولې ترخه وتل و چا ته

کار یې دا و، تر حياته تر مماته
 کرم وکړه په ده باندې ذو الجلاله

اور دننه، د عاشق په زړه بليږي
 او رنګين شعر لمبې ځنې ښکاريږي

ارمان دا دی چې څوک کم په دا پوهيږي
 اوس نور څه وايم د هسې حال احواله

لام او بې یې د دلبرو دې ستایېلي
 لعل او دُر یې د ګفتار په تار پیېلي

لږ و ډېره ما د ده له حال ویلي

 لکه څوک چې د يار مخ کا نمر مثال