...

عبدالقادر خان خټک

هومره نه دی منقبت د شيخ رحمکاررح
 چې ادا شي يا په کښل يا په ګفتار

د نبي صاحب په فقر معزز و
 د خپل عصر په فقراء کې اعز و

که اقوال، که یې افعال، که یې احوال و
 د سنت په موافق د ده کل چال و

د ډک سيند غوندې بې شور و شر خاموش و
 نه سېلاب غوندې پُرجوش پُرخروش و

په قضاء د حق راضي ورته تسلیم و
 هرګور ډېر متحمل و ډېر حليم و

له ستیې خپلې فانی په حق باقي و

ډېر یې مست د عشق په میېن کړه ساقي و

مِس وجود د ډېرو شوی له ده زر و
 په تحقيق د شيخ نظر کيميا اثر و

لکه نمر په تمامي جهان ښکاره دی
 زه به څه وايم نه مياشت نه ستاره دی

د آفتاب صفت خو نور د آفتاب کاندي
 که اوصاف یې ژبه کاندي تر غاښ لاندې

پس له ده د ده په شان بل ظاهر نه شه
 په دې ملک په درست افغان بل ظاهر نه شه

و دنيا و ته یې شا په عقبا مخ و
 چې مُريد به شه د ده د هغه سخ و

ښه خلفاء ځنې ښکاره پخپل وار شه
 د خپل وخت په مريدانو فيض نثار شه

په خلفاء کې یې مست فقير جميل و
 صاحب حال و مستانه یې قيل و قال و

ابراهيم غوندې خاني ميري یې پريښوه
 په اختيار یې فقيري ته غاړه کېښوه

هر يو يار ته یې دنيا ښکاره وه خواره
 هيچا نه پرېښوه په کور کې دا مرداره

په همه وو باندې رحم کردګار کړه

 مونږ هم د دوی په روی عفوه غفار کړه