...

عبدالقادر خان خټک

چې ګزر یې هر دم عمر لکه باد کا
 په دنيا کې به عاقل کله زړه ښاد کا

دوه شپيته کاله دې لاړ عمر په لهو
 عبادت دې په عادت نيکي په سهو

هر ګناه ورڅخه شوې په اخلاص وي
 چې دا خوی لري بې فضل کله خلاص وي

خجل څوک چې تش ویل کاندي کار نه کا
 وقت د کوچ راشي دی زېرمه د بار نه کا

خوب که خوږ دی د سحر ابن السبيل
 لاچار پريږدي چې وقت راشي د رحيل

هر څوک راغله ساز یې نوی عمارت کړ
 د مرګ سيند یې عمارت واړه لت پت کړ

دوی ته هم کړه دا چار نفس و شيطان غوره
 هيڅ يوه دا عمارت نه کړ ترسره

بې وفا سره ياري مه کړه هوښياره
 محبت و ته نه ښایي دا مکاره

چې ښه بد ته ضرورت دی له جهانه
 مرد هغه چې د ښو نوم يوسي له ځانه

د سړي د خوشحالي اصل شکم دی
 خو چې دروني په وار وار هومره بې غم دی

که د تللو لار یې بند کا چې نه درومي
 هغه دم به د اَجل پياله وا شومي

که روان شي چې هرګز نه شي تړلی
 هم به ومري له اجناسه درست لړلی

څلور طبعې مخالفې دي سر کې
 يو څو ورځې روزګار که ځبله خوشې

که يوه شي په څلورو کې غالبه
 هغه دم شيرين ځان ووزي له قالبه

څلور واړه ضد به يو وي سره جمع
 چې روشنه به وي ستا د حيات شمع

ځکه هر څوک چې عارف دانا په زړه وي
 تعلق یې په ژوندون باندې هيڅ نه وي

وړاندې استوي د کور توښه چې پوه وي
 بې توښې مسافر لاندې تر اندوه وي

کله تا هم مور و پلار په خيرات ياد کړه
 په دعا سره دې زړونه د دوی ښاد کړه!

چې د خپلو فرزندانو طمع دا کړي
 بويه دا چې د ځان غم تر تلو پخوا کړي

عمر واوري په معنی د نمر د هاړ دی
 لږ و تا ته پاتو شوی دی ډېر لاړ دی

خالي لاس چې روان شوی وي بازار ته
 څه به راوړي چې راځي و کور ته بيارته

چې د خپل پټي یې وخواړه خويدونه

 ګرځوي هغه ځولۍ په درمندونه